fbpx

 سردار علي ټکر: له دې نه شم منکرېدلی چې د پاکستان یم

د پښتو ژبې نوموتى سندرغاړى سردار علي ټکر د پاکستاني ولسمشر له خوا د تمغه امتياز جايزې ترلاسه کولو وروسته په يوه مرکه کې ويلي دي، چې له دې نه شم منکرېدلی چې د پاکستان یم، ځکه دا زموږ ملک دی او د دې ملک، پیسې، پېژندپاڼه او پاسپورټ په جېب کې ګرځوم او دا خو یوازې زما لپاره نه دی بلکې دا د ټول پاکستان د تقویت لپاره دی.

سرادار علي ټکر پر دې باوري دی چې دغه اېوارډ یوازې د یو کس نه دی، بلکې دا د ټول ولس اېوارډ او ویاړ ګڼي.

وایي دې لپاره چې په ټولنه کې پر خلکو ومنل شي زیار وباسي هڅه او مبارزه کوي خو له دې هڅو، زیارونو او مبارزو سره سره بیا هم ډېری کسان داسې شخصیتونه د دې ډول اېوارډونو د اخیستلو وړ نه بولي.

ټکر د موسیقۍ ډګر ته راتلل، خپل ذوق او علاقه ګڼي او دغه ذوق او علاقه د خپل کوچنیوالي راهیسې له دې هنر سره تړي، ټکر زیاتوي  د هر انسان په فطرت کې خامخا یو استعداد شته، چې د هغه د ذوق او علاقې له مخې ورسره له کوچنیوالي راهیسې مینه لري.

نوموړی مشال راډیو سره د مرکې پر مهال دې ډګر ته د راتللو په اړه داسې وویل:

د خپل ذوق او علاقې له مخې داسې یو ډګر ته راوتل چې ورسره مینه لرم په خپل چاپېریال کې مې ناممکن ګڼل او په دغه ډګر کې راڅرګندېدل راته لویه ارتقاء وه. او دی د خپلې سیمې د خلکو افکار دې ته اماده نه لیدل چې دی دې په داسې یو ډګر کې وویني.

دغه پښتون سندرغاړي سردار علي ټکر په امریکا کې یې په خپل کور کې د موسیقۍ سټوډیو جوړه کړې چې خپلې ډېرې سندرې یې په همدغه سټوډیو کې ثبت کړي دي.

نوموړی د موسیقۍ په ډګر کې د ښه سندرغاړي د جوړېدو لپاره د ښه شعر ټاکل بولي او زیاتوي چې د ښې سندرې د ملا هډوکي ښه شاعري ده، دی وایي که سندرغاړي د ښو سندرو ویل غواړي د ښه شعر په انتخابولو دې د خپلو سندرو دملا هډوکي قوي کړي او په پښتنو کې داسې ډېر د کمال شاعران شته چې عالي او قوي شعرونه یې لیکلي دي.

پښتون نوموتی سندرغاړی سردار علي ټکر د ښه شعر انتخاب، د هر شعر مطابق د سُر انتخاب، د شعر په دننۍ ژبه ښه پوهېدل، ښه غږ او ښه کمپوز د ښو سندرو د ویلو لارې ګڼي.