fbpx

د خوست د خبر په اړه اړین وضاحت

ګرانو  خوست والو ملګرو او د خبریال ویب پآڼي لیدونکو او لوستونکو!

کله چې په خوست کې د نجونو د خپلي خوښي ودونو په باب په خبریال ویب پآڼه مونږ خبر خپور کړ نو خوست والو ځوانانو او د خوست ولایت اړوندو د ټولنیزو رسنیو کارونکو د خبریال ویب پآڼي او د دې خبر د لیکوال په اړه شدید غبرګونونه وښول.

هغوي ویل چې دا کار مونږ قصدي کړی او خدای مه کړه زمونږ قصد دا وو چې ګواکي د خوست ولس ته سپکاوی وکړو.

د خبر لومړۍ کرښه دا وه چې ( د خوست پیغلي وايي چې غواړي په خپله خوښه میړه وکړي). که چیرته تاسو د خبر متن ولولي په هغه کې د خبریالۍ د اصولو خلاف هیڅ راز تیروتنه نه ده شوي او هر څه سم او په اصولو برابر وو.

لیکن ښايي ستاسو شکایت او نیوکه د خبر په لومړۍ کرښه باندي وو چې له هغه څخه ډیرو کسانو بد انځور اخیستی.

په خبري موضوعاتو کې د خبر لیکوال تر ډیره هڅه کوي د خبر لومړۍ کرښه یا عنوان ( لیډ) داسي ولیکي چې د لوستونکو پام ځان ته اوړوي او مونږ هم خدای مکړه داسي قصد نه وو او نه به هم کله وي چې یو ولایت، یوه قوم یا یوې ډلي خلکو ته سپکاوی وکړو.

د خبریال ویب پآڼي ته په سلګونو شکایتونه، ایمیلونه او ټلیفونونه شوي او په هغو کې له توهین، تحقیر او ښکنځلو ډکي لیکني استول شوي چې دا به کله هم مونږ جدي و نه انګیرو او ستاسو حق دی چې پر مونږ روغي نیوکي وکړي او څوک به هم پیدا نه شي چې ستاسو نیوکي له پامه وغروځوي.

یو کس خو دا هم لیکلي وو چې که چیرته د یو کس ته وویل شي چې ستا پلار راغی دا هم یوه جمله ده او که چیرته ورته وویل شي چې ستا د مور میړه راغی دا هم ورته مفهوم افاده کوي او غوره به دا وي چې لومړۍ جمله وکارول شي.

که څه هم دغه پیغام ډير خواشیني هم کړو لیکن له خندا یي هم مړه کړو.

زمونږ دا مینه وال سمه خبره کوي خو دا له انکاره لري خبره نه ده چې د میړه کلمه ډیره ستوخه ده خو مونږ ځکه دا په خپل خبر کي کارولي وه چې د هیواد د بدو رواجونو د لري کولو لپاره د خلکو پام را واړوو او دا خبر په همدې ستوخ ډول تر ډیرو خلکو او هغو کورنیو ورسوو چې خپلي لوڼي د هغوي د خوښي خلاف په لور ولور هغو کسانو ته ورکوي چې نه د عمر له اړخه او نه هم په بل میعار د هغوي له لوڼو سره برابر دي.

زه فکر کوم چې زمونږ د خبر عنوان د هغو زرګونو نجونو د یوې هغې د یوې ورځي غم تر اندازې ډير کمزوری او نرم دی چې د خوست ولایت څخه نیولي بیا د هیواد تر ګوډ ګوډه پوري په جبر او د خوښي خلاف ودیږي.

دغه پآکي او بي ګناه افغاني پیغلي خپل  ټول عمر  په خواشینۍ او خفګان کې تیروي او ټولي هغه هیلي يي له خاورو سره خاوري کیږي چې د یوه ښه ځوان سره د ژوند کولو لپاره یي له پيغلتوبه په خپل زړه او ذهن کې روزي.

زه فکر کوم دا به ښه وي چې هر څوک له خپله کوره نیولي بیا تر خپله کلي او ټولني د دې لپآره هڅه وکړي چې  خپله خور او لور د پيسو قرباني نه کړي او په جبر یي یوه کس ته په نکاح نه کړي.

م.جلالزی