fbpx

پیښور کې د پښتنو لویي غونډې ته چمتوالی نیول کیږي

تمه ده چې نن پیښور د پښتنو کوربه وي او د یوې لويي غونډې په ترڅ کې به د پي ټي ام د وژل شوي غړۍ ارمان لوڼي د څلويښتۍ د لمانځنې په موخه راټول شي منظور.

اوس مهال دې غونډې ته تابیا نیول کیدونکي ده پر ټولنیزو رسنیو ډیری شمېر پښتنو ددې غونډې د جوړیدو هرکلی کړی او ویلي يې دي چې په هر قیمت چې وي په دې غونډه کې به برخه اخلي.

محمد تاج پر خپله فیسبوکه پاټه لیکلي کچیري په دې غونډه کې ګډون نشي کولای باید هر پښتون پر ټولنیزه میډیا دې غونډې ته انعکاس ورکړي او خپره يې کړي.

بل پښتون چې درې چوکۍ يې په لاس کې اخیستې او د غونډې د ځای برابرولو حالت کې دی وايي ډېر ژر به دا غونډه پيل شي موږ له ټولو پښتنو غواړو چې دلته راسره ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وایي، د پېښور د نننۍ جلسې لپاره یې د ژوند له هرې برخې سره تړاو لرونکو خلکو ته ځانګړې بلنې ورکړې دي چې وایي په هغوی کې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوال، استادان، وکیلان، د بشري حقونو فعالان او عام خلک شامل دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي دوې میاشتي تیریږي خو د لوالای پولیسو د ارمان لوڼي د وژني راپور درج نه کړ، خو وايي چې د پښتون چې د لوڼي وژنې مقدمه د پښتنو زړونو کې پرته ده.

منظور زیاته کړه د  پښتون ولس دا غوښتنه ده چې له ارمان سره دې انصاف وشي،

د پېښور جلسې ته پخپله د ارمان لوڼي پلار، ورور او خور وړانګه لوڼۍ هم ورغلي دي. وړانګې لوڼۍ وویل، د پېښور جلسې ته نه یواځې د خپل وژل شوي ورور لپاره د انصاف لپاره تللې ده، بلکې په پاکستان کې د ټولو هغو پښتنو لپاره انصاف غواړي