fbpx

د بېنظیر بوټو زوی: د افغانستان په اړه د عمران خان خبرې نامناسبې وې

د عمران خان وروستیو څرګندونو ته چې د افغانستان په هکله یې کړې وي هیچا هم په مثبت نظر نه دي ورته کتلي بلکی هغه يې نامناسبي او بې ځای بللې.

د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی بیلاول بوټو ویلي د عمران خان وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان په هکله يې کړې وې نامناسبه او غیري سنجیده وې.

په ورته مهال د پاکستان یو بل سیاسي پښتون مشر دوه ورځې وړاندې د عمرانخان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللې وه او غوښتنه يې کړې وه چې د یوه هېواد لومړی وزیر باید لومړی خپل هېواد ته پاملرنه وکړي.

خو د پاکستاني دولت له لوري په خپاره شویو مالوماتو کې ویل شوي وو، چې د عمراخان خبرې غلطي تعبیر شوې، عمرانخان ویلي وو، چې په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره باید نوی دولت رامنځ ته شي.

د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی او د پیپلز ګوند مرستیال بلاول بوټو زرداري ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په اړه د عمران خان څرګندونې نامناسبې او غیر سنجېده وې.

هغه په سند ایالت کې یوې غونډې ته په خبرو کې د عمران پر څرګندونو توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې نوموړی حق نه لري د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او په خپلو وړاندیزونو سره نورو هېوادونو کې ستونزې جوړې کړي.

هغه د عمران خان څرګندونې غندلې او زیاته کړې یې ده چې په یاد هېواد کې د سولې لپاره د امریکا هڅې هیله بښونکې دي او بلاخره به دا هېواد د جګړې له اوره په امان کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان د کشالې یوازینی حل لنډمهالی حکومت دی.

د افغانستان په کور دننه کې هم د عمرانخان دا غیري مسؤلانه خبرې له یو شمېر سختو غبرګونو سره مخ شوې او پکښي ویل شوي وو، چې د پاکستان د لومړي وزیر دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده.