fbpx

پاکستان ته د سزا ورکولو وخت را رسیدلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه هېوادونه محاکمه کوي چې له تروریزم سره اړیکي ولري موږ داسې فکر کوو، چې  په دې لیست کې لومړی پاکستان دی.

پاکستان د نړۍ په کچه هغه نوم دی چې اوسمهال د نړۍ ټول مذهبونه، ادیان، اقلیتونه او اکثریتونه ترې نفرت لري.

دا هېواد د نړۍ پر مخ په هیچا پسي تړاو نلري که يې دوست وي که دښمن تل ترې په شکایت وي په کور دننه او دباندې د انسان او بشر په وړاندې یو لوی خطردی.

د پاکستان اراضي، ځمکه او حکومت د یوې مضري حشرې په څېر تل د نړي بشري پېر ته خطر پیښوي د لته شته تروریستي ډلې د ټولې نړۍ په وړاندې ورانوونکي طرحې او وړاندیزونه لري.

پاکستان د یوه دوه مخې او چالاک هېواد په توګه سیاسي او جنګي لوبې لوبوي له ده نه چاپیر ګاونډیان هیڅ یو يې ورسره ښې اړیکي نلري.

په دې وروستیو کې په هند، ایران او افغانستان کې د بې ساري وژنو مسؤل هم پاکستان دی دا چې ولې تراوسه پوري د پاکستان په وړاندې نړیوالو عکس العمل نه دی ښودلی دا بېل بحث او موضوع ده.

پاکستان په سیمه کې کوم رول لري یوازي د وحشت پرستي، تروریستي تمویل او ډار رول چې په سیمه کې د نویو زېږنده ډلو سرچینه بلل کیږي، دوی د خپل ملت او بېوزله اکثریت په وړاندې یوازي د ټوپک له شپېلۍ څخه کار اخیستی که هلته د میشتو میلیونونو، پښتو بلوڅو او نورو اقلیت قومونو له ژونده وپوښتئ نو لیري نه ده چې د هر کس خوله به دده د کورنۍ د یوه غړي د وژنې په خبره خلاصیږي، په کور دننه يې دا حال دی.

له کور د باندې تل ورباندې د تروریستي ډلو د تمویل ملاتړ او دده په خاوره کې د هغوی د پراخ فعالیت خبره کیږي خو د پاکستان له لوري یوازي د رد په خبره دا ټولې رښتیني ادعاوي پای مومي.

هندستان، افغانستان او امریکا له پاکستانه څو ځله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی درج شوی دی خو عملي بڼه يې نه ده غوره کړې.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه کړې چې د تروریزم سره ملاتړي هېوادونه محاکمه کوي چې دا د پاکستان د دایمي زوال لپاره د حکومتونو په کچه یوه ښه موقع ده.

کچیري د پاکستان پرضد د وړاندي شویو شکایتونو پوښتنه په ښه ډول سره وشي او د افغان دولت په ګډون نور هېوادونه دا موضوع تعقیب کړي، لیري نه ده چې پاکستان سره به د ټولو کړنو حساب کتاب کیږي.

ولې پاکستان د ټولې نړۍ په ګواښونو څټ لاهم نه ګروي تراوسه پوري د امریکا په ګډون د نورو مهمو هېوادونو له جدي عکس العمل سره نه دی مخ شوی نو کیدایشي یوازي ددوی د ګیم یوه مهره وه اوسي که داسې نه وي ددې محکمې له لاري ددې دوه مخې هېواد زوال راتلوونکی دی.

ځکه کچیري دا محکمه ورباندې ترسره شي په رسمي ډول به ورته سزا ورکړل شي او په رسمي ډول به  د هغه اقداماتو څخه برخمن شي چې د تروریزم سره د مبارزې د نړیوالو قوانینو له مخې باید له یوه هېواد سره وشي.

په دې د نړۍ هر فرد باوري دی چې پاکستان د نړۍ په کچه باید ددې نوملړ په سرکې راشي ځکه د پاکستان له تاریخي یادښت څخه تردې مهاله ددې هېواد دا یوه بهرنۍ تګلاره جوړه شوې او د هیڅ یوه نړیوال قانونو پابندي نکوي فقط د نړیوال تروریزم مقابل کې خپلې ګټې ترلاسه کوي.

ولې اسامه بن لادن پاکستان کې ووژل شو؟ په مرکزي اسیا کې د داعش څرک ولې پاکستان کې پیداکیږي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې پاکستان د خپلو کړنو په بدل کې پر خپل ځان راولاړې کړي دي؟

په درنښت

ع. عاجز