fbpx

د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه به په څو شېبو کې پیل شي

د پاکستان په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنک له لورې نن د مارچ پر (۳۱ )مه نېټه د شهید ارمان لوڼي
د څلویښتۍ په پار یوه ولسي غونډه رېنګ روډ ته نږدې پلان شوې چې څو شېبې وروسته به دا لویه غونډه پیل شي.

د معلوماتو له مخې دې ولسي غونډې ته له یوې اونۍ راهیسې چمتووالی نیول شوی و چې په زرګونه پښتانه ښځې ،ځوانان، انجونې سپین ږیري له لېرې پرتو پښتون مېشتو سیمو څخه ورته راغلي او لاهم د دې لویې غونډې د پیلیدو په انتظار دي.

خبریال ډاټ کام ته د تازه رارسېدلو معلوماتو له مخې د دې ولسي غونډې ځای د پېښور رېنګ روډ ته نږدې دی چې پاکستاني ریاست تېره شپه په دغې ځای کې ټېکټرې ګرځولي او د غونډې ځای یې ګډ وډ کړی دی ویل کېږي چې د غونډې ځنډ یواځینی لامل هم همدا دی چې په سیمه کې دوړي غبار جوړ شوی دی.

بلخوا غونډې ته راغلې پښتنې ښځې په یوې ویډیوی پیغام کې وایې پنجابی ریاست په دې هڅه کې دی چې دا ولسي غونډه ګډه وډه کړي او په هر ځای کې د پولیسو چېک پوسټونه هم اچول شوي دي دې او نور فعالان بیا وایې که باران وي که لمر که دوړي که باد وي خو بیا به هم دا غونډه ترسره شي.

د معلوماتو له مخې د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په مراسمو کې پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دې ولسي غونډې ته د تېر په څېر د بې درکه کسانو ګڼ خپلوان هم راغلي دي، چې د پي ټي اېم د نورو غوښتنو سره سره يوه مهمه غوښتنه د بې درکه کسانو ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د لومړي کتار تکړه او مبارز غړى پروفېسر ارمان لوڼي د فبرورۍ په دریمه نېټه په لورالايي کې په داسې مهال پاکستاني پوليسو د ټوپکو په کونداغونو په وهلو په شهادت ورساوه، چې په همدغه ښار کې يې د پوليسو سره د شوې ناروا پر ضد په احتجاجي غونډه کې ګډون کاوه .

 ارمان لوڼى چې اصلي نوم يې محمد ابراهيم و، د سنځاوۍ اوسېدونکى و او په پښتون ژغورنې غورځنګ کې دومره زيات فعال و، چې نه يوازې د ننګ مېدان ته پخپله راوتى و، بلکې خپله خور وړانګه لوڼۍ يې هم له ځان سره د ننګ مېدان ته راوستې وه .