fbpx

پي ټي ایم: مونږ د پنجابي ریاست څخه خپل حق غواړو هېڅ کله نه په شا کېږو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، دوی به تر هغه وخته له خپلې پیل کړې مبارزې په شا نه شي څو پورې چې یې حکومت حقه غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلی د دې غورځنګ مشرانو نن په پېښور کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، پاکستاني حکومت یې نه یوازې دا چې غوښتنو ته پام نه دی کړی، بلکې د دوی د چوپ کولو هڅه یې کړې ده.

د پاکستان په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنک له لورې نن د مارچ پر (۳۱ )مه نېټه د شهید ارمان لوڼي
د څلویښتۍ په پار یوه ولسي غونډه جوړه شوې ده په دې مهمه غونډه کې د پي ټي ایم مشرانو ویلي چې ریاست هغه ځای په ټراکتورانو ګډوډ کړی دی چې ټاکل شوې وه دوی پکې جلسه وکړي خو له دې سره سره خلک راغلي او په پوره شور او شوق یې د حق غوښتلو غږ یو ځل بیا پورته کړی دی.

په ورته وخت کې ددې پراخې غونډې ګډونوالو هم ویلي چې دوی حق غوښتلو پسې راوتلي دي خو ریاست یې د ملګرو د وژلو لړۍ روانه کړې ده. هغوی وایي، پښتانه به تر هغه وخته خپلو تحرکاتو ته ادامه ورکړي څو پورې چې یې حکومت ټولې غوښتنې نه وي منلې.

دا ولسي غونډه چې په پیښور کې پیل شوې ده له یوې اونۍ راهیسې ورته چمتووالی نیول شوی و چې په زرګونه پښتانه ښځې ،ځوانان، انجونې سپین ږیري له لېرې پرتو پښتون مېشتو سیمو څخه ورته راغلي او د پښتنو حق غوښتنه کوي.

خبریال ډاټ کام ته له وړاندې معلومات راسېدلي و چې د دې ولسي غونډې د پیکه کولو په خاطر پنجابي ریاست تېره شپه په دغې ځای کې ټراکتورې ګرځولې وې او په روغ لاس یې د غونډې ځای یې ګډ وډ کړی و ویل کېږي چې د دې غونډې ځنډ یواځینی لامل هم همدا و چې په سیمه کې دوړي غبار جوړ شوی و.

د معلوماتو له مخې د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په مراسمو کې پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دې ولسي غونډې ته د تېر په څېر د بې درکه کسانو ګڼ خپلوان هم راغلي دي، چې د پي ټي اېم د نورو غوښتنو سره سره يوه مهمه غوښتنه د بې درکه کسانو ده.