fbpx

خړ لېست: پاکستان هر کال ۱۰ بېلیونه ډالره تاوان کوي

نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر شاه محمود قریشي په لاهور کې رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان نوم د ترهګرو د مالي سرچینو د څار ادارې لخوا په خړ نوملړ کې اچول شوی دی چې دې نوملړ د پاکستان په اقتصادي وضعیت بدې اغېزې کړي دی وایې چې مونږ په همدې هڅه کې یو پاکستان له دې لېست څخه وباسو.

پاکستان که چېرته د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته نکړي نو ښایې له خړ لېست څخه یې نوم تور لېست ته هم ډېر ژر ورسېږي. عمران خان هم څو ورځې وړاندې خواشینې ښودلې وه او ویلي و چې که مونږ د ترهګرو پر ضد ګامونه پورته نکړو نو ښاېې تور لېست کې مو د هېواد نوم راشي چې دا به ډېر بد تاثیر او اغېزه وکړي.

(ای ټي ایف ) تېر کال د نا قانونو او ترهګرو د مالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو سره سمدستي پاکستان د ترهګرو په خړ لېست کې شامل کړ او بیا یې پاکستان ته د یو چانس په توګه ( ۱۱ ) پلانونه ورکړي و که چېرته یې پوره کړي نو پاکستان به د خړ لېست څخه هغه وخت ووځي خو اوس یې امکان شته چې تور لېست ته هم ورسېږي.

بلخوا پاکستان ادعا کوي چې د ترهګرو پر وړاندې دوی کوټلي ګامونه اخیستي دوی وایې پاکستان د ترهګرو مالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي خو بیاهم په دې لېست کې شامل دي ..

د یادونې وړده چې د افغانستان، امریکا او ایران په ګډون ډیری بهرنيو هېوادونه هم په پاکستان هرځل غږ کړی و چې د ترهګرو دې لاس واخلي خو بیاهم دوی د ترهګریزو بریدونو او ترهګرو ملاتړي دي.