fbpx

چینای کلکتې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

نن د هند غوره لیګ یا د ( ای پي ایل) سیالیو په دوام په ( ۲۳) مه سیالۍ کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلکته نایټرایډرز لوبډلې ته په (۷) ویکټو ماتې ورکړه دا سیالي نن ماښام پیل شوې وه چې څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده.

په دې سیالۍ د لوبې پچه چینای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه کلکتې په ټاکلو شل اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره د ( ۱۱۰) منډو هدف چینای ته وټاکه.

د کلکتې لپاره په توپ وهنه کې یو ځل بیا انډري رسل ډېرې منډې وکړې نوموړي په سیالۍ کې نیمه سلیزه ووهله او په پنځوس منډو باندې ناسوځېدلی پاتې شو.

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چهار درې لوبغاړي وسوځول دغه راز هربجن سېنګ او عمران طاهر بیا دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

چینای سوپر کېنګز لوبډلې ټاکل شوی د (۱۱۰) منډو هدف په اتلسم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیالي یې پر اووه ویکټو باندې وګټله.

د چینای لپاره په توپ اوهنه کې فاف ډوپلېسس (۴۳) دغه راز امبته ریډیو (۲۱) او شین واټسن بیا( ۱۷) منډې جوړې کړې او سیالي یې وګټله.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې پیس چولا یو لوبغاړی او سنېل نارین بیا دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ خو دغه سیالي یې وبایلله.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ډیپک چهار ونومول شو نوموړي نن درې لوبغاړي وسوځول.

تر دا مهاله د ای پي ایل لیګ مخکښې لوبډلې په لومړي مقام کې چینای، دوهم کې کلکته، دریم پنجاب، څلورم سنرایزر، پنځم ممبي، شپږم ډهلي، اووم راجستان، او اتم وروستی بیا بېنګلور نیولی دی.

سبا به د هند په غوره لیګ کې یوه سیالۍ ترسره شي چې دا لوبه به د ممبي اینډینز او کېنګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ماښام پر اوو بجو پیل شي.