fbpx

عالیه له ځانه ۲۷ کلن مشر سلمان خان سره کار کوي

که څه هم په هندي سينما کې د فلم د هلک او نجلۍ په عمر کې له ډېر وخت راهيسې توپير روان دی او سلمان خان بيا له ډېرو داسې نجليو سره په فلم کې کار کړی دی، چې له هغه يوه لسيزه يا يوه نیمه لسيزه په عمر کې کمې دي او نوموړي ورسره په فلمونو کې عشقي صحنې ريکارډ کړي دي.

خو ډېر ژر سلمان خان له ځانه ۲۷ کاله وړې فلمي ستورې عالیه بټ سره د سنجی لېلا بنسالي په فلم کې کار کوي. دواړو د دې خبرې پخلی کړی دی چې د سنجی لیلا بنسالي په راروان فلم (انشاء الله) کې يو ځای لوبېږي.

په (انشاء الله) فلم کې چې چېرته عالیه بټ او سلمان خان په لومړي ځل يو ځای کار کوي، همدا راز د عالیه بټ به هم دا فلم له سنجی ليلا بنسالي سره لومړی فلم وي. بلخوا سلمان خان ۲۰ کاله وروسته له سنجی ليلا بنسالي سره په يو فلم کې يو ځای کار کوي. له دې مخکې سلمان خان او سنجی لیلا بنسالي په (هم دل دی چکی صنم) کې کار کړی و، چې دغه فلم په ۱۹۹۹ کې نندارې ته وړاندې شوی و.

اوس که څه هم شل کاله وروسته دواړه یو ځل بيا د (انشاء الله) په نوم په فلم کې يو ځای شوي، نو بلخوا ورسره عالیه بټ هم په لومړي ځل يو فلم کې ګډ کار کوي.

خو د سلمان خان او عالیه بټ په يو ځای يو فلم کې په کار کولو باندې ډېرو خلکو نيوکې هم کړي دي او په دې لړ کې يې عالیه بټ په نښه کړې ده. که څه هم سلمان خان او عالیه بټ په ټويټر د دې خبرې پخلی کړی دی، چې دواړه د سنجی لیلا بنسالي په فلم کې کار کوي، خو دا يې نه ده روښانه کړې، چې دواړه به په فلم کې له یو بل سره عشق کوي او که نه.

خو ډېری خلکو ويلي دي چې دواړه چون په يوه فلم کې کار کوي، نو عشقي صحنې به هم ولري. په ټويټر باندې ډېری خلکو پر دوی نيوکې کړي دي او ويلي يې دي، چې سلمان خان ته پکار ده چې د عالیه بټ د تره رول ولوبوي.

د خلکو له نيوکو وروسته عالیه بټ له سلمان خان سره په کار کولو باندې ويلي دي، چې د خلکو د نیوکو هېڅ پروا نه کوي او خوشحاله ده چې له سلمان خان سره په يوه فلم کې کار کوي.

نوموړې له پنک ولا سره په خبرو کې ويلي، چې له سلمان خان سره په يوه فلم کې کار کول ورته له کوم اعزاز کم نه دي. همدا راز نوموړې د سنجی ليلا بنسالي ستاينه هم کړې ده او ويلي يې دي، چې له دوی دواړو سره د کار کولو پر وخت به ډېر څه زده کړي.