fbpx

د یوې ښځې کیڼه سترګه کې ۴ د شاتو مچیو ژوند کاوه

دا شل کلنه تایواني ښځه هدیرې ته تللې وه، چې هلته په ناڅاپي توګه متوجې شوه چې کیڼه سترګه يې ډېر زیات درد کوي او ددې درد علت بیخي باور نه کوونکی دی.

د شاتو مچې چیري اوسي او چیري باید و اوسي دې راپور کې لولۍ چې څلور مچۍ د یوې ښځې په سترګه کې اوسیدې چې دا ترې نه وه خبره.

د یوې ځوانې ښځې سترګو کې د شاتو مچۍ
ددې شل کلنې میرمنې د سترګې داخلي برخه کې د مچیو شتون

د ټایوان هېواد ملي رسنیو د یوې ښځي چې تراوسه يې هویت نه دی په ډاګه شوی  له  یوه رازه پرده پورته کړې چې له یوې حیرانوونکي ستونزې سره لاس او ګرېوان شوې وه.

مالومات وايي چې ددې شل کلنې ځوانې ښځې ستونزه د خپل ډول لومړۍ پيښه ده چې رامنځ ته کیږي ددې ښځي په کیڼه سترګه کې څلورو د شاتو مچیو ژوند کاوه او له همدې سترګې تغذیه کېدې.

په دې هکله راپور کې ویل شوي کله چې د غه میرمن هدیره کې له یوه تیز باد او طوفان سره مخ شوه چې د ځمکې له سطحې خاشاک ددې په سترګه باندې لګیږي چې له هغه وروسته دا را ولاړیږي او ژر تر ژره خپله سترګه مینځي خو یو ساعت وروسته متوجې کیږي چې د سترګې کیڼه برخه يې شدید درد کوي.

د یوې ځوانې ښځې سترګو کې د شاتو مچۍ
نوموړې میرمن تر درملنې لاندې ده

له همدې امله د غه ښځه د پینګتونګ روغتون ته وړل کیږي ډاکټران وروسته له کتنې متوجې کیږي چې ددې ښځې سترګې ته ۴ د شاتو مچۍ ننوتلې دي او ددې له سترګې تغذیه کوي.

له هغه وروسته دغه ښځه فورا د ډاکټرنو تر درملنې لاندي کیږي چې څلور واړه مچۍ د نوموړې له سترګې ایستل کیږي او انتظار کیږي ترڅو په کامله توګه ددې میرمنې سترګه ښه شي.

د یوې ځوانې ښځې سترګو کې د شاتو مچۍ
تر درملنې وروسته