fbpx

محمد نبي: په نړیوال جام کې به په یو اتفاق لوبېږو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبی عیسی خېل نن په یو ټویټ کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رېیس عزیزالله فضلي څخه مننه کړې چې په دې وروستیو کې پیداشوې ستونزه یې پر وخت حل کړه او ویلي دي چې په نړیوال جام کې به په یو اتفاق لوبېږو.

د اپرېل میاشتې پر پنځمه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له څلورو کلونو وروسته له دندې ګوښه او پر ځای یې د کرکټ لوبې دریو فارمټونو لپاره نوي لوبډلمشران وټاکل د شل اوریزو لپاره راشد خان، د یو ورځنیو سیالیو لپاره ګلبدین نایب او د ټېسټ سیالیو لپاره یې رحمت شاه زرمتی ټاکلي دي

دغې پرېکړې په افغانستان او په نړۍ کې ډېر زیات غبرګونونه وښود چې ډیری مبصیرینو دا ډول پرېکړه سمه ونه بلله د دوی پر وینا افغان لوبډلې ته سترې لوبې راروانې دي د مبصرینو پر وینا بورډ باید اصغر افغان تر نړیوال جام پورې پرېښی وی خو بورډ بیا وایې له څلورو میاشتو ارزیابۍ وروسته یې له دندې ګوښه کړی دی.

بلخوا په دې پرېکړې راشد خان او محمد نبي هم غبرګون ښودلی و دواړو لوبغاړو ویلي و چې په اوسني وخت کې د لوبډلمشر بدلول ضرور نه وه او له بورډ یې غوښتي و چې بیا ځلي دې په دې پرېکړه غور وکړي.

داچې ویل کېدل اصغر افغان له بورډ خفه دی خو نه تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي ملي لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر ښاغلي اصغر افغان دعوت کړی و اصغر په دې ناسته کې ویلي و زموږ ټولو موخه افغانستان او د کرکټ پرمختګ لپاره کار کول دي او تل به د هېواد د سرلوړۍ او د لوبډلې د بریا لپاره هڅې کوي.

د فضلي او اصغر افغان د لیدنې وروسته نن محمد نبي عیسی خېل په خپل ټویټر کې د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ له چیرمین څخه مننه کړې ده چې پيدا شوې ستونزه یې حل کړه نبي لیکلي دي چې افغان لوبغاړي به ولس ته د افتخار راوړلو لپاره د تل په څير په اتفاق لوبه کوي او په نړیوال جام کې به یو ځل بیا سره په یو اتفاق لوبېږي.

د يادونې وړ ده چې اصغر افغان به ډېر ژر د ملي لوبډلي په تمريناتي کمپ کې د ګډون لپاره د سهيلې افریقا په لورې سفر وکړي.