fbpx

د کرکیټ ۵۰ اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلانیږي

د افغانستان کرکت بورډ په دې وروستیو کې ددې نړیوال جام د چمتوالي لپاره د کرکټ فارمټونو لپاره درې لوبډل مشران اعلان کړل چې تمه ده هر یو یې په خپله برخه کې ولوبیږي.

د یو ورځنیو لوبو لپاره نوي نومول شوي لوبډل مشر ګل بدین نایب ویلي د افغانستان کرکټ بورډ ددې لپاره چمتو دی چې نړیوال پنځوس اوریز جام ته لوبډله اعلان کړي.

هغه وايي چې کرکټ بورډ به د روانې میاشتي  تر ۲۳م یا ۲۴ نېټې پوري ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي ترڅو په نړیوال جام کې د افغانستان په استازولي ګډون وکړي.

اوس یو شمېر افغان لوبغاړي د جنوبي افریقا په پوچیف سټرو ښار کې په تمریناتو بوخت او  دې ته هر لوبغاړی ښه  چمتوالی نیسي  ترڅو په ۱۵ کسیزه ډله کې راشي.

د ۲۰۱۹ زیږ دیز کال نړیوال پنځوس اوریز جام د انګلستان په وېلز ښار کې د مې پر ۳۰ نېټه پلیږي چې د افغانستان په ګډون به یو شمېر نورو هېوادونه هم پکښي ګډون وکړي.

افغانان دې نړیوال جام ته د خپلو ملي لوبغاړو په مټ هیله مند دي او وايي چې افغانستان به په دې جام کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

دا ځل به دې نړیوال جام لپاره د افغانستان ملي لوبډلې لوبډل مشري ګل بدین نایب د لومړي ځل لپاره کوي نوموړي خوښي څرګنده کړې چې  لوبډل مشر ټاکل کیږي او دومره لوی مسؤلیت ورته سپارل کیږي، هغه ژمنه کړې چې په وړتیا ښودلو سره به ښې لوبې کوي.

خو تراوسه مالومه نه ده چې د ګل بدین نایب په لوبډل مشري به د افغانستا ملي لوبډله څنګه ځلیږي؟

Loading...