fbpx

لېګ برېک توپ اچونه څنګه ترسره کېږي؟

د کرکټ لوبې سره خو اشنا یاست ډېر ځله مو د کمېنټټرانو له خولې اورېدلي دي چې د کرکټ په نړۍ کې اوس مهال لېګ برېک سپېنران ډېر ښه نوم او شهرت لري چې په زیاته اندازه ښه توپ اچونه کوي دا توپ اچونکي په یوې لوبډلې کې ډېر کم پیدا کېږي.

په (ښي لاس): لېګ بریک توپ اچونه دا توپ د لاس په پنجه کې نيول کېږي، چې د ويشتنې پر مهال مړوند تاوول کېږي، ګوتې له ښي لوري د توپ له پاسه چې لور ته ښکته تاوېږي، تر څو توپ د توپ اچوونکي له ښي لوري چپ لور ته حرکت وکړي، کله چې ښي لاسي توپوهونکي ته ښي لاسی لېګ بريک توپ اچوونکی توپ اچونه کوي، نو توپ پر وېشتنځای تر لګېدو وروسته له توپ وهونکي څخه بهر لور ته حرکت کوي.

لېګ بريک توپ اچوونکي هم ځينې نور توپونه د توپوهونکي د وارخطا کولو لپاره کاروي، چې ډېر مشهور يې ګوګلي توپ دی، ګوګلي توپ د لېګ بريک توپ اچوونکو له لوري ويشتل کېږي، چې بېرته د ښي لاسي توپوهونکی پښو ته حرکت کوي، توپوهونکی فکر کوي، چې توپ بهر لور ته حرکت کوي، خو ګوګلي توپ د مخالف لوري ته حرکت کوي او توپوهونکی پرې تېروځي. دې توپ ته د کرکټ په اصطلاح کې ګوګلي يا (رانګ) توپ هم وايي. د دې توپ اچونې مثال راشد خان دی، چې په ښي لاس (لېګ بريک) توپ اچونه کوي.

د کرکټ په لومړيو کې به سوکه توپ اچوونکو يو ډول توپ اچونه کوله، يا به يې لېګ بريک او يا به يې اف بريک توپ اچونه کولای شوه، خو اوس ځينې توپ اچوونکي د سوکه توپ اچونې دواړه بڼې کولای شي، چې لنډ مثال يې (مجيب الرحمن) دی، مجيب الرحمن د کولای شي، چې هم لېګ بريک توپ اچونه وکړي او هم اف بريک توپ اچونه وکړي.

همدا شان د پاکستان مخکينی لوبغاړی او لوبډلمشر (شاهد افريدی) هم کولای شي، چې دواړه ډوله توپ اچونه وکړي، په اوس وختونو کې د هندوستان (اشوېن) هم د اف بريک تر څنګ لېګ بريک توپ اچونه پيل کړې ده