fbpx

په کرکټ کې د لوبډلمشرۍ دندې او صلاحیتونه

د کرکټ په لوبه کې لوبډلمشر داسې حیثیت لري لکه په وجود کې چې زړه موقعیت لري. لوبډلمشر باید هغه څوک وي چې په لوبډله کې تر ټولو ښه تجربه لري مطلب ډېر زیات لوبېدلی وي یا په لوبډله کې توپ وهونکی او یا توپ اچونکی او یاهم الراونډر وي.

کرکټ یوه تخنیکي لوبه ده په دې کې له ذهن،فکر ، سوچ څخه کار اخېستل کېږي نو په همدې ترتیب یو لوبډلمشر باید د خپلې لوبډلې د لوبغاړو په کمزورۍ وړتیا و پوه وي او د هر لوبغاړي کمزوري باید پر هماغه وخت ورته په ګوته کړي دا د یو بریالي لوبډلمشر راز هم دی چې په توپ نیونه ، توپ اچونه او توپ وهنه کې خپل لوبغاړي وڅارۍ او ډیری ستونزې هوارې کړي.

بریالی لوبډلمشر:
بریالی لوبډلمشر هغه څوک دی چې په لوبه کې د خپلو مهارتونو تجربو څخه کار اخلي دغه راز د دغو تجربو په نتیجه کې ملي ګټې لاسته راوړي که چېرته لوبډلمشر له احتیاطه او په ارام فکر باندې سیالي ترسره کړي نو کولی شي چې سترې سترې لوبډلې هم په یو کمزوري ټیم د یو ښه پلان له امله ماتې کړي.

پچه یا ټاس اچونه:
په نړیوالو او داخلي لوبو بلکې د کرکټ په ډګر کې د هرې لوبډلې لوبډلمشر د سیالۍ د پیل وړاندې د ویشتنځای په لور خوځېږي هلته د دریم ګړي لوبڅار په توګه یو شخص موجود وي کوربه به سیکه پورته کوي او مېلمه یې ټاکي.
داچې پچه ګټنه په لوبه کې د پنځوس فیصده سیالۍ ګټلو په معنا هم ده نو کامیابه لوبډلمشر د پچې په ګټلو سره د ویشتنځای حالت ، د هوا حالت او لوبډلې ته په کتو سره پرېکړه کوي چې توپ وهنه وکړي یا توپ اچونه.

د فېلډېنګ یا د توپ نیونې برخه:
لوبډلمشر کولی شي چې د لوبډلې په جوړښت کې لوبغاړي د لوبغالي په کونج کونج کې ودروي دا د لوبډلمشر صلاحیت دی چې لوبغاړي څه ډول ودروي څه ډول یې ولوبوي د ښي لاسي توپ وهونکي لپاره دغه راز د چپ لاسي توپ اچونکي لپاره دا ټول د لوبډلمشر لخوا ترسره کېږي.

د کرکټ په ډګر کې تر دې دمه دوه مخکښ لوبډلمشران تېر شوي چې ډېرې سیالۍ یې ګټلي د هغې له ډلې لومړنی بریالی لوبډلمشر د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی ریکو پواینټېنګ نومول شوی دی ده د خپلې لوبډلمشرۍ پر دوران کې ټولې( ۲۳۴) لوبې ترسره کړې وې او (۲۲۰) سیالۍ یې ګټلې وې د ۶۷.۹۰ فیصدي په لرولو سره.

دغه راز په نړۍ کې دویم کامیابه لوبډلمشر د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی اصغر افغان راغلی دی اصغر څو ورځې وړاندې د بورډ لخوا د لوبډلمشرۍ لېرې کړی شو دې کامیابه لوبډلمشر په ( ۱۰۴) سیالیو کې (۶۹) ګټلې وې او پوره (۶۹) فیصدي د افغانستان په نوم ثپت کړې ده.