fbpx

ربابې محمدي په کابل کې هنري او فرهنګي مرکز رامنځته کړی

افغانه ١٩ کلنه نقاشه چې پر خولې نقاشي کوي په کابل کې یې هنري او فرهنګي مرکز رامنځته کړی دی.

ربابه محمدي معلوله ده او پر خولې ډېره ښکلې نقاشي کوي، څلور کاله وړاندې یې له خپل ځان سره نقاشي زده کړې.

 ربابې چې څلور کاله وړاندې یې خپل ځان په ژوند کې یوازې محسوسولو اوس د نورو ملاتړ کوي. ربابه محمدي وایي، که معلول او نور سالم خلک هر څوک وي او  هنر او وړتیا ولري دی به ورسره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

ربابه محمدي چې په غزني کې پیدا شوې، د نورو په پرتله مختلف لاسونه او پښې لري او پر خولې نقاشي کوي، په دې وروستیو کې د ډېرو خلکو د پام وړ وګرځېده.

ربابې محمدي تېر کال د عقرب په میاشت کې په یوه هنري پروګرام کې د ترکیې په مرسین ښار کې ګډون وکړ او خپل پر لاس جوړې شوې نقاشۍ یې نندارې ته وړاندې کړلې

ربابې څلور کاله وړاندې له خپل ځان سره د خولې پر وسیله نقاشي پیل کړې چې تر دې دمه یې ښکلې نقاشۍ کړي دي، ربابه محمدي خپل ټول فعالیتونه د خواله رسنیو پر مټ تر خلکو رسوي، اغلې محمدي اوس مهال هڅه کوي او د انګلیسي ژبې پر زده کولو لګیا ده.