کور پاڼه / راپورونه / ننګرهار څخه کونړ ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد مسؤل ونیول شو

ننګرهار څخه کونړ ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد مسؤل ونیول شو

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو له لورې ننګرهار څخه کونړ ولایت ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد مسؤل ذبیح الله ونیول شو د دغه ولایت ملي امنیت وايي. د داعش ډلې د اکمالاتو یاد مسؤل ذبیح الله پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې،څو ځله یې ننګرهار څخه کونړ ولایت ته د بېلابېلو لارو څخه وسلې لیږدولي . هغه زیاته کړې،د تېر یو کال راهیسې د داعش په لیکو کې ننګرهار څخه کونړ ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد د مسؤل په توګه ټاکل شوی دی . تېره ورځ هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې لغمان څخه ننګرهار ته د وسله والو طالبانو د وسلو را لیږدونکی عبیدالله چې مشهور په جابر وو،نیول شوی وو.

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار ولایت مقام ته په څو مترۍ کې دغصب تازه هڅه

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل سهراب قادري خبریال ډاټ کام ته وویل د شاه …

ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې …