fbpx

داسې انځور چې۳۴میلیونه یورو مصرف پرې شوی

انځورونه ددې نړۍ د ورځني ژوند یوه برخه ده د رسنیز ډګر او د خلکو د خبرولو ترټولو ښه څیزګڼل کیږي انځور اخیستونکي په کم او لوی مصرف سره انځور اخلي او بیا يې ګټې ته وړاندې کوي.

اوس تازه فضا کې د سیاچاله تور غار موندل شوی او له دې تور فضايي غار څخه عکسونه اخیستل شوي چې ښايي په ډیرو پرمختللو وسایلو دا کار ترسره شوی وي.

اروپايي اتحاديي ددې انځورو په هکله څه مالومات شریک کړي او ویلي يې دي چې پر دې انځورونو ۳۴ میلیونه یورو مصرف راغلی چې ښايي تر څلویښت میلیونه ډالرو ځان ورسوي یا زیات شي.

مالومات وايي د غه وړوکي تور شوی ټکی ۳۰ میلیونه ځله د ځمکې تر کرې غټ دی چې له دې سره په فضا کې چې څه سیارې دي تر هغو يې هم اندازه ځو  برابره غټه ده.

سیا چاله، تورغارونه څه شي دي؟ دوی جاذبه قوه لري او هرڅه د ځان په لور کشوي حتا نور وړانګې هم نشي کولای خلاصون ترې پیدا کړي.