fbpx

اسټرالیا په نړیوال جام کې د ۱۹۹۹ کال لباس اچوي

ټاکل شوې چې د انګلستان په کوربه توب د (۲۰۱۹) کال نړيوال جام به د راتلونکې (مۍ )میاشتې پر دېرشمه نېټه د لس غوره لوبډلو ترمنځ پیل شي د دې جام لومړنۍ لوبه به د جنوبي افریقا او انګلستان ترمنځ په لندن ښار کې ترسره شي.

اسټرالیا لا تر دې وخته پنځلس کسیزه لوبډله نه ده اعلان کړې خو په نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره دغه لباس چې په ( ۱۹۹۹) ميلادي کال کې د اسټراليا لخوا په تن شوی وو د مينه والو لخوا د زیاتو غوښتنو سربېره د ډېرو رایو ورکولو وروسته د اسټرالیا کریکټ بورډ لخوا د ( ۲۰۱۹) کال نړيوال جام ته هم انتخاب شو.

په نړیوال جام کې به د تمریناتي سیالیو لړۍ د راتلونکې مۍ میاشتې پر (۲۴) مه نېټه د نړيوال جام وړاندې پیل شي چي افغانستان له پاکستان سره په (۲۴) مه نېټه او انګلستان سره په اوويشتمه نېټه تمريني لوبه کوي

داچې نړیوال جام ته ټولې (۴۹) ورځې پاتې ډیری لوبډلې په تمریناتي کمپونو او تیاریانو باندې بوختي دي یوازې نیوزیلینډ لوبډلې نړیوال جام ته خپله ټاکل شوې لوبډله ټاکلې دغه راز هند یې څلور ورځې وروسته اعلانوي او افغانستان به یې دوه اونۍ وروسته په جنوبي افریقا کې د تمریناتو وروسته اعلان کړي.

په نړیوال جام کې ټولټال( ۴۳) نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږي چې هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې یوه یوه سیالي ترسره کړي چې ټولې نهه سیالۍ کېږي.