fbpx

د طالبانو مرکچي ۱۴ کسیز پلاوی له تور لیست څخه وزي

راپورنه وایي چې د طالبانو ۱۴ کسیز مرکچي پلاوی چې ملا برادر هم پکښي شامل دی د اتو میاشتو لپاره له تور لیست څخه وزي چې په دې سره  کولای شي په ازاده توګه سفرونه وکړي.

تراوسه ملګرو ملتونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم  افغان دولت په دې هکله څه  ویلي او دا هم  نه تر سترګو کیږي چې دا کار دي له افغان دولت سره تر مشورې وروسته شوی وي.

وسلوالو طالبانو ویلي دا ۱۴ کسیزه ډله ځکه له تور لیست څخه وزي چې اوس د افغان سولې په هکله خبرو کې ښکېله ده او دوی به وکولای شي چې په ازاده توګه سفرونه وکړي.

تر ډیره بریده د سولې د روانو هڅو د لا ښه کیدو په موخه دا ډول یو شمېر وړاندیزو نه هم  موجود وو، چې د سولې خبرو لپاره باید د طالبانو ډیری مشران له تور لیست څخه و ایستل شي ترڅو په دې برخه کې صداقت په ډاګه شي.

مالومات وايي چې د ملا عبدالغني برادر په ګډون، ملا امرخان متقي، ملا نورالله نوري، ملا فاضل مظلوم، عبدالسلام حنفي، شیرمحمد عباس ستانګزی، سهېل شاهین، ملا عبدالحق وسیق، خیرالله خیرخوا، مولوی ضیاالرحمن مدني او شها بت الدین دلاور عبدالطیف منصور هم شامل دي.

کله چې دا کسان په تور لیست کې شامل وو افغان دولت مسکو ته ددوی د سفر په هکله رسمي شکایت وکړ چې ښايي یوه قانوني ستونزه موجوده وه.

اوس به له تور لیست څخه ددې طالب مشرانو ایستل کومه ګټه د سولې خبرو ته وکړي؟ ایا طالبان او امریکا به د خبرو دې پړاو کې یوې هوکړي ته ورسیږي؟ تراوسه دا په ډاګه نه ده خو کچیري دومره نړیواله ژمنتیا رامنځ ته شي نو ښايي طالبان هم په خپله پالیسي کې منځلاري غوره کړي