fbpx

کوټه : د قربانیانو شمېرې لوړي‌شوې

راپورنه وايي چې برید د سبزي خرڅولو په یوه منډوي کې رامنځ ته شوې ده چې له امله يې ۴۶ کسه ته مرګ ژوبله اړولې ده تراوسه پوري په ښکاره نه دي ویل شوي چې برید څنګه رامنځ ته شوی خو  ویل شوي برید هغه مهال رامنځ ته شوی کله چې هزاره خلکو په دې منډوي کې سودا کوله.

لومړي مالومات ښيې په دې چاودنو کې یوازي ملکي کسان په نښه شوي چې ۱۶ يې وژل شوي او ۳۰ کسه نور ژوبل شوي دي چې د ډیری يې روغتیا يې حالت خراب دی ښودل شوی.

پيښه هغه مهال د سبزیو په یوه منډوي کې رامنځ ته شوې چې هزاره وګړو له دې مارکیټ څخه د اړتیا وړ توکي اخیستل.

ويل کيږي چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې د کويټې ښار تر لرې لرې سیمو اورېدل شوی دی.

تراوسه پوري ددې پیښي مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی او دولت يې هم په مخنیوي کې پاتي راغلی

تردې وړاندې هم په ورته بریدونو کې تر ډېره بریده په مسجدونو او عامه ځایونو کې شعیه ګان په نښه شوي او ویل کیږي چې دا ډول پیښي مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي.

د پاکستان دولت تراوسه د داسې پیښو په مخنیوي کې پاتي راغلی پر دې سربیره چې د داسې پیښو مخنیوی نشي کولای په خپله هم له خپلو عامو وګړو سره تشدد کوي په دا ډول او ورته پیښو کې تر ډیر بریده ددوی د پوځ او استخباراتو لاس وي.

د پاکستان لومړي وزیر په خپله اعتراف کړی چې تر دامهال پاکستاني پوځ په دې هېواد کې تروریستي  ډلې جوړولې خو اوس يې دوی له منځه وړي ځکه ددې ډلو شتون يې د هېواد په ګټه  نه دی، له دې څخه په څرګند ډول مالومیږي چې په خپل هېواد کې دننه پر عامه ځایونو بریدونه هم په خپله دولت کوي