fbpx

په پاکستان کې یو سړي په خپله لور جنسي تېری کړی

په پاکستان کې ورځ تر بلې د جنسي ځورونې پېښې ډېرېږي تازه په یو بل خبر کې راغلي چې یو ځل بیا د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو سړي پر خپله لور جنسي تېری کړی .

پولیسو نن خبر ورکړی دی چې مجرم یې نیولی دا انجلی د نبیله په نوم ده چې پنځلس کاله عمر لري دې ویلی چې څو ورځې وړاندې پرې پلار هغه وخت جنسي تېری وکړ چې دا د خپلو خویندو او ورونو سره د شپې بر مهال په خوب ویده وه.

نبیله زیاتوي چې لا یې د مور د مرګ میاشت نه وه پوره چې پلار یې پرې درې ځلي جنسي تېری وکړ دا وایې چې هر ځل یې ورته د مرګ ګواښ کړی او بیا یې ور سره جنسي تېری کړی .

دی ویلي چې د دې پېښو وروسته یې خپل تره خبر کړی او د تره په مرسته یې تاڼې ته د پلار د نیولو غوښتنه کړې وه. پولیسو ویلي د نبیله پلار امجد نومېږي که چېرته پرې تور ثابت شو نو د عمر سزا به ورته واورول شي.

پولیس دا هم وايي چې اغېزمنه نجلۍ د طبي معاینې لپاره روغتون ته لېږل شوې او د ډاکټرانو لومړنی او بشپړ رپوټ به هم د دې دوسیې برخه شي.

په پاکستان کې دا ډول پېښې ډېرې لېدل کېږي د تېر ۲۰۱۸ کال د اپریل پر ۲۵ مه نېټه مېرمن نازیه  اقبال هم ادعا کړې وه چې  چې هغې خپل ورور د دې پر لوڼو د جنسي تېرې پر مهال بالفعل لیدلی دی چې څو اونۍ وړاندې محکمې د هغې ورور ته د اعدام سزا واوروله.

دغه راز په پاکستان کې يوې بلې ښځې هم څو ورځې وړاندې د خپل خاوند ملګرو ته له نڅېدو انکار کړی و، چې خاوند يې د ملګرو سره په شریکه خپله ښځه سخته وهلې او بیا يې ترې سر خرییلی و.

دغه پېښه د پاکستان په لاهور ښار کې راپېښه شوې ده، چې په ډیفنس سیمه کې خپل خاوند لومړی خپله ښځه د ملګرو په مرسته وهلې او بيا يې ترې ويښته خريیلي و.