fbpx

سعودي حکومت یوه پاکستانۍ ښځه او د هغې مېړه اعدام کړی

د سعودي عربستان حکومت يوه پاكستانۍ ښځه او د هغې مېړه دغه هېواد ته د هيرويينو د قاچاق په جرم اعدام کړل.د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي، دا جوړه په جدې كې اعدام شوه.

د خبر پاڼې له مخې ښځه او مېړه فاطمه اعجاز او محمد مصطفى هغه وخت نيول شوي چې سعودي عربستان ته يې د هيرويينو قاچاق کاوه. دوى ته محکمې د مرگ سزا اورولې وه چې نن یې اعدام کړل.

داچې په هر هېواد کې پاکستانیان مېشت دي چې ډېری یې د مخدره توکو د قاچاق، د غلا، جعلي کارونو او نور کارونه په بهرنیو هېوادنو کې کوي چې تر ډېره په سختۍ یو هېواد خپل تابعیت ورکوي.

په سعودي کې هم د غلا قاچاک مخدره توکو بې قانونه کاروبار او حتا د وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور تر دې دمه له ۲۱۰۰ زيات پاكستانيان بنديان دي چې به دې کې
٨٠ پاکستانيان د تر هګرۍ په تور هم بنديان دي.

پاکستان په خپله د ترهګرۍ سره لاس و ګريوان دى، د وسله والو طالبانو تنظيم هم په پاکستان کې زېږېدلى او نور هېوادونه يې هم نا امنه کړي دي د ترهګریز بریدونو له وېرې سعودي په (۲۰۱۸) کال کې هم نږدې( ۴۰) زره پاکستانیان له خپل هېواد څخه شړلي و .

د سعودي چارواکي بیا وايي که هر پاکستانى سعودي عرب ته راننوځي بايد تر راننوتو مخکې يې بشپړه پلټنه وشي تر څو معلوم شي چې ترهګر نه وي.

همدا راز په (۲۰۱۷) کال کې هم دوه پاکستانيان په داسې مهال کې نیول شوي و چې د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ترمنځ د فوټبال سيالۍ کې يې د بريدونو پلان درلود.