fbpx

د سولې ملاتړي هېوادونه دې د طالبانو اعلان شوي عملیات وغندي

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي چې د افغانستان د سولې ملاتړي هېوادونه دې د طالبانو له لوري اعلان شوي عملیات وغندي .

زلمي خلیلزاد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې پاکستان ، قطر او یو شمېر نور هېوادونه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي باید د طالبانو له لوري اعلان شوي د الفتح په نوم پسرلني عملیات وغندي او مخالفت یې وکړي .

طالبان تېره ورځ په ټول افغانستان کې د الفتح په نوم عملیات پیل کړل ، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په یادو عملیاتو کې یې خپلو جنګیالو ته سپارښتنه کړې  چې ملکي تاسیساتو او ملکي تلفاتو ته پوره پوره پاملرنه کیږي .

د عملیاتو د اعلان سره سم وسله والو طالبانو تېر ماښام اوه نیمې بجې د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ پر ودانۍ له موټر بم برید وروسته جګړه هم کړې ده چې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په وینا په برید کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، خو دقیقه شمېره یې لا هم نه ده معلومه .

د عملیات په وړاندې ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د طالبانو له لوري د عملیات پیل یوازې پروپاګند دی او وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې د تېر په څېر به سږ کال هم طالبانو ته اجازه ور نکړي چې د پوځي عملیاتو له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي .