fbpx

پوتین: ځمکه کې یو خو فضا کې هم باید مخکښ شو

د امریکا او روسیې ترمنځ په نړۍ کې غیري مستقیمه سیالي روانه ده دوی دواړه کوښښ کوي چې د نویو وسلوالو او تخنیکي پوځي وسایلو په جوړولو سره ځانونه یو تربل پرمختللي وښيې

روسیې اعلان کړی چې د ځمکې پر مخ لومړی قدرت دی ددې هېواد ولسمشر ویلي چې په ځمکه کې مخکښ یو خو غواړو چې فضا هم اشغال کړو.

تراوسه پوري امریکا د پوتین ددې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو داسې مالومیږي چې ښايي دده دې خبرو ته غبرګون وښيې
روسي ولسمشر ولادیمیرپوتین د فضايي فعالیتونو په یوې جوړې شوې غونډه کې د خپل مخکښ پرمختګ په هکله ووی چې روسیه د ځمکې پر مخ مخکښ او قدرتمند هېواد دی او اوس اړتیا ده چې په فضا کې هم خپل دې مقام ته ورسیږو.

هغه وویل چې هوډ يې دی چې په پوره توان به د خپلو فضايي فعالیتونو ملاتړ کوي او غواړي چې دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي نوموړي ویلي پلان لري چې په فضايي برخه کې پراخ فعالیتونه پیل کړي او ښې لاس ته راوړنې ولري.

هغه ویلي زموږ فضايي کارکوونکي سیالان نلري او د نړۍ په کچه يې غوره لاس ته راوړنې لرلې دي

د پوتین په خبره روسیه په نظامي، ساینسي او فضايي برخه کې سیال نه لري او حکومت به له دې ټولو فعالیتونو پراخ ملاتړ وکړي.

تیر کال د روسیې ملګري ایران له لوري غوښتل يې فضا درې بالستیکي توغندي وتوغوي امریکا يې مخالفت کړي وو او ویلي يې وو موږ د ایران رژیم ته مشوره ورکوو چې له دې ډول لمسوونکو اقداماتو لاس واخلي او د بالستیکي راکټونو اړوند ټول فعالیتونه ودروي، څو له لا زیاتې اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخامخ نه‌شي.

تراوسه پوري دا هم نه ده څرګنده چې روسیه هېواد څومره غواړي په فضاکې خپلو فعالیتونو ته پراخوالی ورکړی او ایا د امریکا له مخالفت سره خو به نه مخ کیږي؟