fbpx

د غزني سیمه ییز چارواکي د پولیسو لوړې مرګ ژوبلې اندېښمن کړي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د پولیسو د مرګ ژوبلې د کچې لوړېدو اندېښمن کړي دي .

د غزني ولایت د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني ویلي ، چې په وروستۍ یوه میاشت کې د پولیسو مرګ ژوبله په بې سارې توګه لوړه شوې ده ، کامراني زیاتوي چې یو لوی لامل یې د پولیس او ملي اردو تر منځ  کمزورې همغږي  ده ، د یاد ولایت  یو بل تن د ولایتي شورا غړی حمیدالله سروري هم د پولیسو د مرګ ژوبلې په لوړېدو اندېښنه ښودلې ده او زیاتوي چې په دې اړه یې  په وار وار له مرکزي حکومت سره خبرې کړې او د غزني ښار د کمر بند د قوي کېدو یې ورته ویلي دي ، خو مرکزي حکومت لا تر اوسه هم په دې اړوند کوم عملي ګام نه دی اخیستی .

خو د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا وایي ، چې د پسرلي د رارسېدو سره سم د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده ، د ده په خبره د حمل له پیل څخه تر اوسه پورې ۴۵ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د نظامي چارو کاپوهان وايي که حکومت په دې اړه جدي تدابیر و نه نیسي نو ښايي د یادې مرګ ژبلې کچه نوره هم لوړه شي .

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیاتو د پیل اعلان وکړ او ورسره سم یې تېره ماښام د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ موټر بم برید وورسته جګړه هم کړې ده چې د والي د ویاند په خبره ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي ، خوګیاڼی وايي چې په یاد برید کې ۲ پولیس هم وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي .

په غزني کې د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د واده موټرو لپاره د پولیسیو له لوري د خوښیو په ډزو کې یو ماشو وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي ، پولیس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دي