fbpx

ټرمپ: د جرمونو نړیوالي محکمې پریکړه نړیوال بری دی

د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو په هکله د رد ځواب ویلی او زیاته کړې يې ده چې اوس مهال څېړنه په افغانستان کې د عدالت لپاره ګټه نکوي.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د ای سي سي یا د جنګي جرمونو پر ضد نړیوالې محکمې د هغې پریکړې هرکلی کړی چې نه غواړي په افغانستان کې د جنګي جرمونو په هکله څېړنه وکړي هغه ویلي چې دا یوه لویه لاس ته راوړنه او نړیوال بری دی.

امریکايي مشر ویلي چې په هاګ کې دا محکمه چې دې برخه کې څېړنه کوي کارونه يې زموږ د هېواد د خپلواکۍ لپاره خطر دی

ای سي سي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي د افغانستان حالات بې ثباته او نا امنه دي او په داسې حالاتو کې به څېړنه د عدالت لپاره ګټه ونکړي.

ددې محکمې له لوري دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې دوې اونۍ وړاندې امریکا د نړیوالو جرمونو د څیړونکي محکمې یوې څارنوالي ته له ویزې ورکولو ډه ډه وکړه.

امریکا د خپلو سرتیرو د جنایتونو په هکله تر دې وړاندې هم په ویره کې وه ځکه یې یوځل په داسې اقدام لاس پوري کړ چې ددې محکمې  څارنوالانو ته يې ویزه نه ورکوله ترڅو د امریکايي پوځیانو د شویو جرمونو څېړنه وکړي.

د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو غوښتل چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال له پیل راهیسې د جنګي جرمونو داسې ادعاوې وڅېړي چې ښايي امریکايي عسکرو، د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې مامورینو، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو لاس په کې درلود.

خو تراوسه پوري د داسې تش په نوم څېړنو هیڅ څرک نه لګیږي چې تراوسه يې کوم مجرمین د قانونو منګولو ته سپارلي او هغوی په سزا رسیدلي دي.