fbpx

مسلمیار: طالبانو ثابته کړه چې سوله نه غواړي

دوه ورځې  وړاندې وسلوالو طالبانو د الفتح عملیاتو د پیل خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې داعملیات د پاتي جګړې د ګټلو لپاره کوي.

د مشرانو  جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي چې د الفتح عملیاتو په پیل سره ښکاره شوه چې طالبان سوله نه غواړي.

هغه وویل افغان دولت له طالبانو سره هر اړخیزې خبرې وکړې او د سولې را وستلو لپاره يې د هغوی هر ډول شرطونه ومنل تردې چې افغان ولسمشر بې قیده او شرطه پر هرځای کې له طالبانو سره خبرو ته چمتوالی وښوده.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه موږ نړۍ ته وښوده چې سوله غوښتوونکي یو، خو برعکس وسلوالو طالبانو د الفتح عملیاتو په اعلان سره څرګنده کړه چې سوله نه بلکي د جګړې دوام غواړي.

ده له خلکو څخه غوښتي چې د سولې لپاره منسجم او بسیج شي او چاته اجازه ورنکړي چې د لته ددوی د ارامۍ مخنیوی وکړ او د وسلوالو په مقابل کې دي له خپلو امنیتي ځواکونو سره ملګري شي.

له افغان دولت سره خبرې د  طالبانو له لوري د رد په ځواب پای ته رسیدلې دي دوی ویلي چې د سولې په هکله به خبرې یوازي امریکا سره کوي چې یو ځل طالب مرکچیان له امریکا سره هم خبرو ته کښېناستل خو کومه نتیجه يې ورنکړه اوس بیا په پام کې ده چې دواړه لوري د خبرو میز ته سره کښېني.

داسې راپورنه خپاره شول چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پروسه سړه شوې او امریکا کوښښ کوي ترڅو طالبان له افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي.

ځکه دوه ورځې وړاندې د افغانستان د جهوري ریاست د دفتر رئیس سلام رحیمي د طالبانو مرکچي پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر سره په دوحه کې کتلي وو او ښايي پر یو لړ مهمو موضوعاتو يې بحثونه کړي وي.