fbpx

سريلانکايي لوبډلې پاکستان ته له تګ انکار وکړ

د سريلانکا کرکټ بورډ مشر پاکستان ته د خپلې ملي لوبډلې د ورتګ اوازې رد کړي او ويلي يې دي، چې سريلانکايي لوبډله هېڅ کله هم پاکستان ته نه ځي. پاکستاني رسنيو تېرو ورځو کې د پاکستان کرکټ بورډ د مشر له خولې ليکلي و، چې له سريلانکا سره يې پاکستان ته په ورتګ خبرې روانې دي او ژر ده چې د سريلانکا ملي لوبډله پاکستان ته راشي او د دغه هېواد په لاهور او کراچۍ ښار کې له پاکستانۍ لوبډلې سره لوبې وکړي.

خو د سريلانکا يوه ځايي ورځپاڼې د سريلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سلوا سره په يوه مرکه کې پوښتنه کړې، چې ايا له پاکستان سره د ټېسټ لوبو په اړه خبرې شوي او سريلانکايي لوبډله به پاکستان ته ځي؟ نو په ځواب کې يې د سريلانکا کرکټ بورډ مشر وويل، چې دوى له پاکستان سره په دې اړه هېڅ خبرې نه دي کړي.

پاکستاني رسنيو د پاکستان کرکټ بورډ د مشر په وينا ليکلي و، چې د سريلانکا ملي لوبډله به د روان کال د جولاى په مياشت کې پاکستان ته راځي او له پاکستانۍ لوبډلې سره به نړيوالې ټېسټ لوبې کوي. خو د سريلانکا کرکټ بورډ مشر وايي، چې دوى له پاکستان سره په دې اړه هېڅ خبرې نه دي کړي او نه هم ورته د پاکستان کرکټ بورډ له خوا کومه خبره شوې ده. هغه زياته کړه چې دوى نه غواړي پاکستان ته خپله لوبډله ولېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر ويل، چې دوى له سريلانکا سره خبرې نهايي کوي، تر څو له نړيوال جام وروسته سريلانکايي لوبډله پاکستان ته راشي او په دغه هېواد کې د پاکستانۍ لوبډلې سره د ٢ ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کړي، خو ياده خبره يوازې اوازه خپره شوه او د پاکستان ارمان يوازې ارمان پاتې شو، چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې هڅه کوي کومه نړيواله لوبډله پاکستان ته راولي.