fbpx

راتلونکې دریو ورځې کې د سختو ورښتونو او سېلابونو ګواښ شوی

د هوا پېژندنې ریاست په راتلونکې دریو ورځې کې د سختو بارانونو سره د تالندې او سېلابونو خبر ورکړی دی .

محمد نسیم مرادي د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې آمر د رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي ، چې راتلونکې درۍ ورځې  یکشنبه ، دوشنبه او سه شنبه  د سختو ورښتونو اټکل شوی دی ، نوموړي زیاته کړې چې یاد ورښتونه به په ۲۲ ولایایتونو هرات ، فراه ، بادغیس، فاریاب ، سرپل ، سمنګان ، بامیان ، غور ، دایکندي ، ارزګان ، غزني ، پکتیکا ، ، خوست ، لوګر ، کابل ،و ننګرهار ، بدخشان ، هلمد ، کندهار ، کنر او نورستان کې رامنځته شي .

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال که څه هم د اوبو له پلوه د بزګرانو لپاره یو ښه زیری دی ، خو بله پلو وروستیو بارانونو او له کبله یې راوتلو سېلابونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، او په یو شمېر ولایتونو کې کرنیزې ځکمو او حتی لویې لارې هم تخریب کړې دي .