fbpx

د یونیسف ادارې له لوري په عمان کې د علماوو غونډه جوړه شوې

په عمان کې د یونسف ادارې له لوري د افغانستان او پاکستان جیدو علماوو ګډه غونډه جوړه شوې ، تر څو په سیمه کې د واکسین تطبیق په اړه خبرې وکړي ، سرچینې زیاتوي چې یاد علماوو په دې سره سلا او مشورې کوي چې څنګه کولی شي چې په کلیو او باندې کې د واکسین تطبیق ته لاره هواره کړي څو د د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د پولیو وژونکې ناروغۍ لمن ټوله شي.

تر دې وړاندې یونسف په خپلو راپورونو کې ویلي دی چې د پولیو ویروس په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوی دی خو یوازې په افغانستان ، پاکستان ، هند او ناجریا هېوادونو په یو شمېر سیمو کې د ماشومانو ژوند ته لا هم یو لوی ګواښ دی او که لمن یې ټوله نشي نو ښايي د نړۍ نورو هېوادونو ته هم سرایت وکړي ، یونسف اداره وايي تر دې مخکې یې هم په خلکو ، علماوو او حکمتونو غږ کړی و ، چې د پولیو د واکسین په تطبیق کې له دوی سره همکاري وکړي خو لا هم په ځینې سیمو اجازه نه ورکول کیږي .

یونسف وايي چې د یادې غونډې جزیات او پرېکړې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي .

اونۍ وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې او WHO یا نړیوال روغتیا مؤسسې په کار بندیز ولګاوه اوزیاته کړې یې ده چې یادو ادارو د دوی له اصولو څخه سرغړونه کړې ده .

د طالبان د اعلان سره سم د سره صلیب نړیوالې ادارې هم ویلي چې د امنیتي ګواښوونو له کبله په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام نشي ورکولی .