fbpx

پامپیو: ایران  د ونزویلا هېواد چارو کې لاس وهنه کوي

د ایرن او امریکا ترمنځ ترینګلې اړیکي دوام لري او د دواړو هېوادونو دولتي لوړي پوړي چارواکې تل په خبرو کې یو او یل غندي اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ایران نړۍ ته خطر بللی او زیاته کړې يې ده چې باید مخنیوی يې وشي.

امریکا تور پوري کوي چې ایران له ترهګرو سره اړیکي لري او ددې هېواد ولسمشر په یوه بې ساري اقدام سره د ایران د سپاه پاسداران پوځي ډله د ترهګرو لیست کې شامل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي د ایرن مهران هوايي شرکت چې اوس يې تازه ونزویلا ته الوتنې پیل کړې چې د اندېښنې وړ دي او ایران غواړي ددې هېواد په چارو کې لاس وهنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته، چې ایران په ټوله نړۍ په تېره پخپلو شاوخوا هېوادونو کې د ترهګرو ملاتړ کوي.

دده په خبره ایران پخپلو پیسو د حزب الله ډله پیاوړې کوي او همدا راز په سیمه کې د ترهګرو ډلو په لېږد را لېږد کې همکاري کوي. مایک پمپیو همدا راز ویلي، د ایران په مهران هوایي شرکت بندیز دی، ځکه په سیمه کې ترهګرو ته مالي او تجهیزاتي مرستې رسوي.

پردې سربیره چې امریکا ایران د ترهګرۍ سره په ملاتړ تورنوي ورسره همهاله وايي چې دا هېواد د اټمي پروګرام له لارې غواړي اټمي وسلې جوړې کړي.