fbpx

د پښتون ژغورنې غوځنک په میرانشاه کې لویه غونده وکړه

په دې غونډه کې چې په زرګونو د میرانشاه او شمالي وزیرستان اوسېدونکو ګډون کړی و له حکومت څخه وغوښتل شول چې په قبایلي سیمو په ځانګړي توګه په میرانشاه کې د هدفي وژنو مخه ونیسي

په دې لویه غونډه کې د پښتون ژغورنې غوځنګ مخکښو مشرانو ، منظور پښتین ، محسن داوړ او علي وزیر هم ګډون کړی و ، منظور پشتین یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې په میرانشاه او قبایلي سیمو کې هدفي وژنې دوی ته هیڅ د منلو وړ نه دی او دوی به یې په وړاندې جدي مبارزه وکړي ، همدارنګه نوموړي په خپله وینا کې په پښتون مېشتو سیسمو کې د ځای په ځای شویو ماینونو د پاکولو او د ورکو شویو کسانو د پیدا کولو غوښتنې بیا هم تکرار کړې .

پشتین د خپلو خبرو په پای حکومت ګواښ وکړ چې د دوی په غونډه کې ګډونوالو مخنیوی دې نه کوي .

په یاده غونډه کې د شمالي وزیرستان د اسامبلې استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن دواوړ هم په قبایلي سیمو کې د دایمي سولې غوښتنه وکړه او د هدفي وژنو خبره یې هم بیا ځلې وکړه او پر حکومت یې تور پورې کړ چې د دې کار په مخنیو ي کې پاته راغلی دی .

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشرانو دا هم وویل چې د افغانستان سره د غلام خان بندر لاره ژر تر ژره پرانستل شي ، تر څو په افغانستان کې وزیرستاني کډوال بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي .

له دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه ویلي چې د یاد غوځنګ ډېرې غوښتنې قانوي او دوی به د حل لار ورته ومومي ، حکومت همدرانګه ویلي و چې د دې غوځنګ ځینې غوښتنې یې پوره کړې هم دي.