fbpx

چارواکي: پر آی پي ایل لوبو برید تشه اوازه ده

پرون د یکشنبې له سهار را وروسته په ټولنیزو رسنیو اوازه خپره شوې وه. ویل کېدل چې د هند غوره لیګ په دوام کې د ترهګریز برید احتمال شته یو شمېر چارواکو هم ویلي و چې د ممبي ښار په ( وانکیډي) کرېکټ لوبغالي باندې د ترهګریز برید شک موجود دی.

بلخوا د برید راپور د ( ای پي ایل ) سیالیو سمبالوونکي او هندي کرکټ بورډ ته هم رسېدلی و چې ګواکې د ممبي ښار په دې نړیوال کرېکټ لوبغالي باندې به ترهګریز برید ترسره شي. خو نن د ورځې په اوږدو کې هندي پولیسو ویلي دي چې دا هسې تشې اوازې دي هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته پولیسو ویلي شدید تدابیر یې نیولي او په په بشپړه توګه یې د ممبي ښار د امنیت خبر هم ورکړی دی.

د هند غوره لیګ چې تر دې دمه یې (۲۹) سیالۍ ترسره شوي دي چې دې ستر لیګ ته هر کال په لسګونه نړیوال نوموتې لوبغاړي راځي تر څو په دې ستر سوداګریز لیګ کې ګډون وکړي. تر اوسه پورې د یاد لیګ نیمایې لوبې په ارامه فضا کې ترسره شوي دي او کومه ستونزه لا نه ده لیدل شوې.

په ورته وخت کې د هند او پاکستان ترمنځ وروستنی کړکیچن حالت په یو سخت پړاو کې قرار لري ځیني هندي چارواکي وایې پاکستان هڅه کوي ترڅو د هند غوره لیګ بدنام کړی او تاوان ورواړوي خو د دوی پر وینا پاکستان به په دې ډول هڅو بریالی نه شي.