fbpx

قریشي: د طالب او امريکايي استازو د تازه ممکنه ليدنې خبر ورکړی

وړاندې هم داسې خبرونه خپاره شول چې طالب پلاوی به د امریکايي لوري سره ګوري او پر پاتي  مهمو موضوعاتو به بحث کوي تر اوسه مالومه نه ده چې دوی به څه وخت مخامخ خبرو ته کښیني.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي ویلي،نن په دوحه کې د طالب او امريکايي استازو د تازه ممکنه ليدنې خبر ورکړی دی، قريشي په دې اړه ډير جزييات نه دي ورکړي.

د پاکستان دې چارواکي ویلي ښايي چې دواړه لوري یوځل بیا د لیدنو میز ته یو له بل سره کښيني خو دا يې نه کړه په ډاګه چې ولې سره کښيني او د دې خبرو اصلي محور به څه وي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیات استازی زلمي خلیل زاد څو ځله په همدې موخه بهرنیو هېوادونو د سفرونو لړۍ پیل کړې خو تراوسه هیڅ ښکاره څه نشته چې باور دي وشي د نوموړي سفرونو کومه نتیجه ورکړې  وي او د سولې په هکله دي یو مثبت قدم پورته شوی وي.

په دې وروستیو کې د هېوا په بیلابیلو سیمو کې زیاتي نا امنۍ رامنځ ته شوې چې پرمهال طالب لوري او دولتي  ځواکونو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې او په پایله کې يې خلک زیات اندېښمن شوي دي.

د دولت له لوري د خالد او طالبانو له لوري د الفتح عملیاتو په اعلان سره داسې نه مالومیږي چې د سولې خبرې دي په اسانۍ نتیجه ورکړي څه موده وړاندې دولت د طالبانو له لوري د بریدونو په هکله ویلي وو، چې دوی اصلا نه غواړي چې سوله دی وکړي.

تیره ورځ د سولې شورا مسؤلینو هم  ویلي وو چې د الفتح عملیاتو په اعلان سره طالبان نه غواړي چې د سولې خبرو ته دي کښيني دوی یوازي په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي.