fbpx

طالب مشرتابه دې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې طالبان د تاوتریخوالي په کمېدو کې همکاري نه کوي ، نوموړي د طالبانو په مشرتابه غږ کړی ، څو خپلو استازو ته د اوبند په اړه د خبرو اجازه وکړي ، خلیلزاد د خپلو ټویټونه په لړۍ کې دا هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې جګړه نه کوي بلکې له دې وړاندې هم په افغانستان کې جګړه روانه وه ،نوموړي زیاته کړې ده چې په روانه جګړه کې زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې په زرګونو نور بېځایه شوي دي ، ده همدارنګه زیاته کړې ده چې پر اوربند به خپل ټینګار ته دوام ورکوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زیاتوي چې افغانستان هم د تل پاتې او دایمي سولې مستحق دی او په دې کې امریکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده .

درۍ ورځو وړاندې وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې د الفتح په نوم عملیات اعلان کړل او له اعلان سره سم یې په یو شمېر ولایتونو کې بریدونه هم وکړل چې درنه مرګ ژوبله یې لرله .

خو د عملیاتو له اعلان یوه ورځ وروسته زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغانده ، او د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارو هېوادونو پاکستان او قطر څخه یې غوښتي و ، چې دوی دې هم  یاد عملیات وغندي .