fbpx

خوست کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسیدو مخکې له منځه تللي

په خوست کې امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې نن يې دوه ځان وژونکي برید ګر موخې ته له رسیدو وړاندې له منځه وړي او کوم چاته زیان نه دی اوښتی.

ددې ولایت د ملي امنیت ریاست مسؤلین وايي پيښه تیره شپه ماخستن ناوخته رامنځ ته شوې او د خوست ښار په طویشې پله کې یې دوه کسه ځانمرګي وژلي.

مسؤلینو داسې مالومات ورنکړل چې ځانمرکو څه هدف درلود او چیري يې حملې کولې خو زیاتوي چې دوی په دې هکله وار له مخه خبر درلود او تقریبا ټوله ورځ يې ددي برید ګرو په لټون تیره کړې وه چې بالاخره و توانیدل چې د شپې  خپل هدف ته په بریالۍ توګه ورسیږي.

خوست کې امنیتي مسؤلین وايي چې په دې سره يې خوست ښار کې د یوې غټې غمیزې مخه نیولې

د هوا په ګرمیدو سره په ټول هېواد کې بم چاودنو بریدونو او جګړو زور اخیستی او خلک يې زیات اندېښمن کړي دي دوی وايي دولت دي د امنیت په را وستلو کې کوښښ وکړي.

د پسرلي په راتګ سره لومړی دولت د خالد په نوم تهاجمي عملیات پیل کړل او دوه ورځې وروسته وسلوالو طالبانو هم د الفتح عملیات پیل کړل چې موخه يې په افغانستان کې د جګړې تېزیدل وو.

د خوست په څېر په ډیری نورو ولایتونو کې دا مهال حالات ترینګلي او جګړه روانه ده چې سولې ته يې د خلکو هیلې مړې کړې او وايي چې د داسې جګړو ترشا سوله نشي کیدای هغوی هغه مهال نور هم اندېښمن شول چې دواړو لورو له خپله پلوه پسرلني عملیات پيل کړل.