fbpx

د سرې قطعې د مرستیال په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره ورځ د یاد ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د سرې قطعې د مرستیال په ګډون پنځه  تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن دوشنبه د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تېره ورځ د شیرزادو ولسوالۍ د ماماخیلو په سیمه  کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا آغا په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي .

خوګیاڼي زیاته کړه چې ملاآغا د کندهار ولایت اصلي اسېدونکی دی او په دې ورستیو کې د جګړې لپاره ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ ته راغلی و، چې د افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال ټپي شوی دی .

د یادولو ته چې د طالبانو د الفتح عملیاتو د اعلان سره سم د یادې ولسوالۍ پر ودانۍ له موټړ بم برید وروسته جګړه هم وکړه چې لا تر اوسه یې هم د کره شمېر په اړه نه هم وسله والو طالبانو او نه هم دولتي چارواکو څه ویلي دي .