fbpx

درې متره سړی چې امریکايي غرختوونکي يې ډارولي

امریکايي غرختونکو یو داسې حیرانوونکی موجود لیدلی چې شکل یې د واورې افسانوي سړیو ته تللي ده.

د سپوټنیک اژانس په نقل چې د غرختوونکو یوې ډلې د امریکا د یوتای ایالت کې یوه عجیبه مرموز موجود لیدلی چې په جوړ ښت کې یوه انسان ته ورته وو خو قد يې ۳ متره ته رسیده هغوی يې ډارولي.

ددې حیرانوونکي صحنې ویډیو د مارچ میاشت کې د یوې ډلې سیلانیانو له لوري غره ته د ختلو په حالت کې د امریکا د یوتای ایالت په غرونوکې شوې ده.

په دې ویډیوکې لیدل کیږي چې دا موجود په شدید واوره او باران کې په ۲۵۰۰ لوړه ارتفاع کې په ډیر سرعت سره حرکت کوي عیني شاهدان وايي چې دې افسانوي سړي له دوي څخه لس کلیومتره فاصله درلوده، او کله چې د غره سرته ورسید نو هلته غائب شو.