fbpx

په کندهار کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه په سیمه کي د نښتو او هوايي بریدونه پرمهال تر 30 زیات وسله وال وژل سوي.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، چي وسله والو د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان درلود. دده په وینا، چي په هوايي او ځمکنیو بریدونو کي 37 وسله وال وژل شوي او 28 نور ټپيان شوي دي ،تادین خان  زیاتوي، چي وژل او زخمي وسله وال د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښي ها غاړې ته انتقال شوي، هلته د زخمیانو درملنه روانه ده وسله والو طالبانو بیا د یوسف نیکه د پوستې د نیولو ادعا کړې ده او زاته کړې ده چې ګڼ شمېر پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړوې ده ، خو امنیتي سرچینو د یو پولیس د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.‎

Loading...