fbpx

ای پي ایل لیګ کې تر دې دمه مخکښې لوبډلې

د هند غوره لیګ ( ای پي ایل) سیالۍ چې د مارچ پر ( ۲۴) مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوي تر دې دمه یې ټولې نهه ویشت سیالۍ ترسره شوي دي چې په دې ستر لیګ کې تر اوسه پورې هرې لوبډلې تر ۷یا ۸ پورې سیالۍ ترسره کړي دي.

۱-د نمرو په جدول کې تر دې ځایه لومړنی مقام د ایم ایس ډوهني په لوبډلمشرۍ کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې خپل کړی دی چینای په اووه سیالیو کې شپږ ګټلي یوه یې بایللې او دولس نمري په جدول کې لري.

۲-په دوهم ځای کې بیا کلکته نایټرایډرز لوبډله ځای لري دې لوبډلې په اووه سیالیو کې درې بایللي او څلور یې ګټلي دمګړۍ اته نمرې په جدول کې له ځان سره لري.

۳-په دریم ځای کې بیا ممبي اینډینز لوبډله ځای لري دې لوبډلې په اووه سیالیو کې درې بایللي او څلور یې ګټلي چې د نمرو په جدول کې اته نمرې له ځان سره لري.

۴-څلورمه مخکښه لوبډله بیا ډهلي کپیټلس ده دې لوبډلې هم په اووه سیالیو کې درې بایللې او څلور یې ګټلي چې په جدول کې اته نمرې ترلاسه کړي دي.

۵-په پنځم مقام بیا کینګز الیون پنجاب لوبډله شتون لري دې لوبډلې په اتو سیالیو کې څلور ګټلي او څلور یې بایللي دي چې د نمرو يه جدول کې اته نمري لري.

۶-په شږم مقام کې بیا د سنرایزرز حیدراباد لوبډله قرار لري دې لوبډلې په شپږو سیالیو کې درې ګټلي او درې یې بایللي دي چې د نمرو په جدول کې شپږ نمرې لري.

۷په اووم ځای کې بیا راجستان رایلز لوبډله قرار لري دې لوبډلې یوازې دوه سیالۍ ګټلي او پنځه یې بایللي دي چې د نمرو په جدول کې څلور نمري لرې.

۸-دغه راز په وروستي مقام کې بیا رویالز چېلېنجرز بېنګلور لوبډله قرار لري دې لوبډلې هم اووه سیالۍ ترسره کړي چې شپږ یې بایللي او یوازې یوه یې ګټلې دوه نمرې لري.

د (ای پی ایل) سیالیو په دوام همدا شېبه په نهه ویشتمه سیالۍ کې کلکته نایټرایډرز او چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شوي دغه راز په دېرشمه لوبه کې به بیا ماښام سنرایزرز حیدراباد او ډهلي کپيټلس لوبډلې په سیالۍ کې مخ شي.