fbpx

سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ارګ کې غونډه جوړه شوه

وروستیو سیلابونو هېواد کې ۱۹ ولایتونه وځپل او د سر زیان سره سره يې هغوی ته سخت مالي زیانونه هم واړول په دې ولایتونو کې د خلکو ډیری د استوګني کورونه تخریب شوي او لومړیو مرستو ته اړتیا لري.

د ارګ څخه په یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سیلابونو د حالت او زیانمونو سره د مرستې په هکله د ولسمشر په مشرۍ ارګ کې غونډه جوړه شوې او له مسؤلینو څخه يې لومړۍ مالومات غوښتي دي.

پیښو ته د رسیدګي په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم له خلکو سره د حکومت د نغدي مرستې او نورو مرستو په هکله هر اړخیز راپور وړاندې کړ، او زیاته يې کړه چې ګواکي خلک مرستو ته اړتیا لري.

ولسمشر محمد اشرف غني په غونډه کې له مالوماتو اوریدو وروسته ټول مسؤلینو ته له خلکو سره د مرستې په اړیني لارښوونې وکړې او زیاته يې کړه چې د خلکو ستونزو ته باید رسیدګي وشي.

ولسمشر وویل چې د کابل اوبو لپاره عاجل مدیریت ته اړتیا ده ترڅو مخه يې ونیول شي ده همدا راز وویل چې د  د کابل سیند حریم  دي مشخص او له غاصبینو څخه واخیستل ترڅو ورباندې د شپږو میاشتو موده کې استنادي ديوالونه جوړ شي.

تیره ورځ زورورو سېلابونو په هرات میدان وردګ او پکتیا ولایتونو کې ۹ کسان مړه کړل په راپورونو  کې ویل شوي چې د هرات اوبې ولسوالۍ کې سختو سیلابونو پنځه مړه کړي او ۱۷ کسه لا نور هم ورک شوي.

تراوسه په دې ولایتونو کې دولت د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی خو هغوی وايي چې لومړیو مرستو ته اړتیا لري او ډیری خلکو خپل د اوسیدنې کورونه هم له لاسه ورکړي دي