fbpx

پاکستان کې د بشر حقونه نقض کیږي

په پاکستان کې د بشر حقونو د څار ادارې پر پاکستان تور پورې کړی دی ، چې په دغه هېواد زیات داسې موارد شته چې د بشر حقونو څخه پکې سرغړونه شوې ده .

د بشري حقونو دغه څارونکې ادارې د پاکستان له حکومته څخه غواړي چې ژر تر ژره دې  د مذهبي اقلیتونو په وړاندې د روان تاوتریخوالي مخه ونیسي ، یادې ادارې د خپل د ۲۰۱۸ میلادي کال په خپاره شوي راپور کې په پاکستان کې په اقلیت شیعه مذهب بریدونو هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په تېر ۲۰۱۸ کال په شیعه ګانو بریدونو کې ۱۱۲ تنه وژل شوي دي .

دغه راپور پر داسې مهال خپریږي ، چې تازه څو ورځې وړاندې د کوټې ښار په یوه هزاره مېشته سیمه کې د چاودنې په پېښه کې ۲۰ تنه شیعه ګان ووژل شول او تر ۴۰ نور ټپیان شول ، چې مسؤولیت په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش دواړو ډلو په غاړه واخیست.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په دغه هېواد کې په هغه څه هم اندېښنه ښودلې چې له کبله یې اقلیت مسیحي او هندي وګړي په زوره مسلمانیږي او یا هم د دوی نجونې په زور مسلمانان خپلو ځانونو ته ودوي  .

راپور کې وړاندې راغلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې په سیند ایالالت کې زر مسیحي او هندو ښځې مجبورې شوې تر څو په زوره اسلام ومني .

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په پاکستان کې د جزار د قوانینو څخه د ناسمې ګټې اخستلو باندې هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده ، چې مخکې له دې چې یو څوک محاکمه شي د خلکو له غبرګون سره مخ کیږي او آن په مرګ یې هم تمامیږي .

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي ۷۰ پېښې ثبت شوې ، چې زیاترو قضیو ته پکې د جزا د قانون په چوکاټ کې رسیدګي نه ده شوې .