fbpx

پاکستان کې پر يوې ۲ کلنې ماشومې جنسی تېری شوی

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې يو ځل بيا له يوې دوه کلنې ماشومې سره جنسي تېری شوی دی. پوليس وايي چې تورن کس يې نيولی او لا هم څېړنې روانې دي او دا پېښه د اسلام اباده په باره کهو کې پېښه شوې ده.

د بي بي سي اردو وېبپاڼې د راپور تر مخه، د ماشومې پلار په ځايي تاڼه کې دوسیه درج کړې او پکې يې ويلي دي، چې دوه کلنه ماشومه لور يې په کوڅه کې لوبې کولې چې همداسې پسې ورکه شوه، مور يې چې کله ماشومه ډېره ولټوله او پېدا يې نه کړه، نو بیا يې د ګاونډيانو په کورونو کې وکتله چې له يوه کوره ماشومه په ژړا راروانه وه او پرتوګ يې په وينو سور و.

وروسته يې پلار ماشومه ځايي روغتون ته يوړه، خو په روغتون کې ډاکټرانو يې پلار ته يې وویل چې دا ورته د پوليسو دوسیه ښکاري او باید لومړی پوليسو ته عريضه وکړي.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې دوسيه يې درج کړې ده او د ډاکټرانو د وينا تر مخه چې په دغه دوه کلنې ماشومې باندې جنسي تېری شوی دی. پوليس وايي چې تورن کس يې هم نيولی دی.

پوليس وايي چې تورن کس چې ګل نومېږي، په يوه کرايي کور کې ژوند کوي او څو ورځې مخکې له سوات څخه اسلام اباد ته راغلي دي. پوليس وايي تورن کس په تشناب کې پټ و چې دوی ونيوه.

ياده دې وي چې په وروستيو څو کلونو کې په پاکستان کې د جنسي تېريو پېښې زياتې شوي دي او ډېرې لږې يې له پولیسو سره ثبت شوي دي. په تېرو څو کلونو کې پاکستان کې له ډېرو وړو نجونو سره او هلکانو سره جنسي زياتی شوی دی چې ځينې پېښې يې ثبت شوي هم دي. څو ورځې مخکې هم يو هلک له دې امله ځانوژنه کړې وه چې ځينو کسانو پرې جنسی تېری کړی او ويډيو يې هم ترې جوړه کړې وه.