fbpx

طالبان: د کابل له لوی لیسته ښکاري چې دې برخه کې له پرمختګه ویره لري.

تیره ورځ افغان دولت د ۲۵۰ کسانو نوملړ اعلان کړ چې د قطر بین الافغاني کنفرانس کې به ګډون کوي خو ددې کنفرانس د دولتي ګډونوالو په هکله طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دولت په داسې کړنو سره غواړي دا پروسه تخریب کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لیکلي بیان کې ویلي په دې کنفرانس کې به د دولت له لوري معرفي ګډونکوونکي کسان د دولت استازولي نه کوي بلکي په شخصي توګه کولای شي چې خپل نظریات شریک کړي.

هغه وویل چې د قطر د کنفرانس تنظیوونکي د ۲۵۰ کسانو د منلو پلان نلري خو دولت دې کنفرانس ته ۲۵۰ کسان معرفي کړي او د لیست ترتیب وونکي ته دي وویل شي چې دا په کابل کې د واده بلنه نه ده او نه هم کومه میلسمتیا ده، دا په یوه خلیجي هېواد کې لوی کنفرانس دی.

مجاهد په پوره وضاحت سره ویلي چې افغان دولت په دې کنفرانس کې د سولې له پرمختګ څخه ویره لري ځکه دا ډول تخریبوونکي کړنې ترسره کوي چې نه غواړي دا پروسه پرمختګ وکړي.

کله چې دولت دا لیست خپور کړ دا مالومات يې نه دي ورکړي چې په کوم شکل سره دا کسان په دې کنفرانس کې  ګډون کوي، مالومات ښيې چې د طالبانو له لوري به یوازي ۲۵ کسان دې کنفرانس کې ګډون وال وي.

د وسلوالو طالبانو له لوري ددې غبرګون په ځواب تراوسه دولت څه نه دي ویلي تراوسه پوري مالومه هم نه ده چې دا کنفرانس به پر کوم محور خبرې کوي او کومه اجنډا لري.

خو داسې کنفرانسونه څومره ګټه لري ترڅو د افغان سولې پروسې  سره مرسته وکړي  تردې وړاندې دا ډول ناسته په مسکو کې هم ترسره شوې خو کومه نتیجه يې ورنکړه اوس هم طالبانو ټینګار کړی چې د افغان دولت په استازولي څوک څه نشي ویلای.