fbpx

فرانسې ولسمشر نوتردام به تر پخوا ښکلی جوړه کړم

په پاریس ښار کې تاریخي لویه کلیسا د اور په لمبو لولپه او وسوځېده چې ټول برجونه يې له منځه ولاړل او ښايي خپل تاریخي ارزښت ته يې هم زیان رسیدلی وي هغه مهال ایمانویل دا یوه غمجنه پيښه بللې وه.

د روتردام کلیسا ۸۵۰ کلن تاریخ لري چې هرکال به ۱۳ میلیونه لیدونکو ترې لیدنه کوله او داسې ویل کیږي چې د ایفل تر برج هم ددې کلیسا کتوونکي زیات وو.

خو د اور لمبو ددې تاریخي کلیسا بڼه وا ړوله او له منځه يې یوړه چې دا د پاریس تاریخ ته لپاره یوه لویه ضربه وه د فرانسې هېواد ولسمشر ژمنه کړې چې بیرته به نوتردام په ښه بڼه رغوي.

ایمانویل په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې  ددې کلیسا بیرته په پخوانۍ بڼه رغول د دولت یو مهمه دنده ده او په پنځه کاله به بیرته وتوانیږو چې دا کلیسا په ښه بڼه ورغول شي.

هغه وویل دا د فرانسې هېواد یو لوی تاریخي میراث دی او جوړول يې په کار دي ایمانویل وویل چې دې کلیسا پوري ددوی د هېواد ډیري تاریخي پیښي تړلي دي او د بیرته رغولو لپاره لسګونه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

تیره دوشنبې نوتردام کې اور هغه مهال رامنځ ته شو چې د لته د ترمیم چارې روانې وې مالومات وايي عامو خلکو بیرته ددې کلیسا د رغونې لپاره پیسې غونډول پیل کړي دي دوی د کلیسا د بیا رغونې لپاره سمدلاسه کمپاین پیل کړی دی.

په ټوله کې د اور وژنې ډله هڅه کوي ترڅو د کلیسا تاریخي اثا خوندي کړي دوی ویلي کلیسا کې تراوسه دوه څلي لاهم روغ پاتي دي.

نوتردام تر مهاله د فرانسې له غوره تاریخي اثرونو څخه ګڼل کیږي خو په دې نه دي توانېدلې چې د اور لګېدنې مخه ونیسي اور د دوشنبې ورځ مازیګر مهال رامنځ ته شو.