fbpx

ګلبدین نایب: له فضلي مننه چې پر ما يې اعتماد وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي ساوت افریقا ته تللی او هلته يې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ليدلي دي. د افغانستان د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب پر خپله فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې له نوموړي مننه کړې او په ساوت افریقا کې يې ګډ انځورونه هم خپاره کړي دي.

ګلبدین نایب په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ليکلي دي، چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر عزیز الله فضلي څخه مننه چې جنوبي افریقا ته راغی او د خپلو نورو رسمو مجلسونو تر څنګ د ملي ټيم د لوبغاړو روان تمرينات وويني او وارزوي.

نوموړي همدا راز زياته کړې ده چې ښاغلي فضلي ملي لوبغاړي وستايل او هيله يې وښوده چې نړيوال جام سياليو ته له لوړ مورال او هيوادنۍ مينې او جذبې سره ولاړ شي او د ګران افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.

ګلبدین نایب همدا راز وايي چې ښاغلي ملي لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د روزلو او تمرين لپاره به هره ممکنه زمینه برابره کړي.

ګلبدین نایب همدا راز د کرکټ بورډ له چيرمېن څخه مننه هم کړې او ويلي يې دي چې زه ترې مننه کوم چې پر ما يې اعتماد وکړ.

بلخوا خبریال ډاټ کام ته له نږدې سرچينو معلومه شوې چې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان بېرته د لوبډلمشر په حېث لوبډلې ته راځي. د خبريال ډاټ کام د معلوماتو تر مخه، چې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان او د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي شريک ساوت افریقا ته ځي او هلته به بېرته اصغر افغان د نړيوال جام لپاره د لوبډلې لوبډلمشر ټاکل کېږي.