fbpx

نړیوال جام لپاره د انګلستان پنځلس کسیزه لوبډله اعلان شوه

ټاکل شوې ده چې د انګلستان په کوربه توب د ( ۲۰۱۹) کال نړیوال جام د (مۍ) میاشتې پر (۳۰) مه نېټه د لس غوره لوبډلو ترمنځ په لندن ښار کې د انګلستان او سوت افریقا ترمنځ په لومړنۍ سیالۍ پیل شي.

د هند، بنګله دېش، سریلانکا او د اسټرالیا وروسته نن د پنځمې لوبډلې په توګه کوربه د انګلستان کرکټ بورډ هم د نړیوال جام لپاره خپله ( ۱۵) کسیزه لوبډله اعلان کړه د انګلستان په ټاکل شوې ملي لوبډله کې شامل لوبغاړي په لاندې ډول دي:

په پنځلس کسیزه ملي لوبډله کې لوبډلمشر ایون مورګن معین علي،جونیو بریسټو ،جاس بټلر، ټوم کورن، جویې ډینلي، الېکس هېلز، پلنکټ، عادل رشید، جیو روټ،جیسن رای، بېن سټوکس،ډیویډ ویلي، کرېس اوکس، مارک ووډ شامل دي.

نړیوال جام ته نږدې( ۴۳) ورځې پاتې دي افغان (۲۳) کسیزه ملي لوبډله هم د نړیوال جام لپاره د ښه تیاري پر موخه د تمریناتي کمپ پر موخه سوت افریقا ته تللې چې هلته به غوراوي کمېټه د تمریناتو وروسته د نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړي.