fbpx

امریکا: د افغان جګړې پای ته رسول غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې دي ، پمپیو په امریکا کې د پوهنتون محصلینو ته په خبرو کې ویلي دي ، چې د امریکا حکومت هڅه کوي چې په خپل تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او افغان حکومت د طالبانو سره  دخبرو میز ته کښېنوي .

نوموړي زیاته کړې ده چې امریکا لپاره به دا ډېر لوی پرمختګ وي څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابره کړي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه چې تر اوسه یې په قطر کې د طالبانو سره مخامخ پنځه  ناستې کړې دي او په دې ناستو کې په یو شمېر مسایلو کې توافق ته هم سره رسېدلي دي ، خو لا تر اوسه یې هم معلومات نه دي په ډاګه شوي .

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره جمعه د الفتح په نوم عملیات پیل کړل ، چې تازه نن  ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري وغندل شول . همدارنګه یاد عملیات دوه ورځې وړاندې  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم غندلي و او له قطر ، پاکستان څخه یې هم غوښتنه وکړه څو د یادو عملیاتو په وړاندې غبوګون وښیي .

د روانې میاشتې په ۱۱ نېټه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي و ، چې دوی پر طالبانو باور لري ،خو د سولې وروسته به ټول حالات له نږدې څاري .

نوموړي همدارنګه زیاته کړې وه ، چې یوازې پر طالبانو هم بې اعتمادي نه ده پکار بلکې په افغانستان کې نورې هم داسې ډلې ټپلې شته چې خپل باور یې له لاسه ورکړی دی .