fbpx

د بريالي صمدي د ژوند لوړې ژورې

د پښتو ژبې نوموتى سندرغاړى بريالى صمدي د ننګرهار په رېګي شاه محمد خان کې زېږېدلى دى او په هېواد کې د کورنيو جګړو له امله بيا پېښور ته کډه شوى دى.

لومړنۍ زده کړې يې په جلال اباد او پېښور کې ترسره کړي او همدا راز ديني زړه کړې يې هم په پېښور کې کړي دي، خو د حالاتو له جبره او د پلار د مړينې نه وروسته ترې زده کړې پاتې شوي او د موسيقۍ هنر ته يې مخه کړې ده.

هغه وايي کله چې په هېواد کې حالات خراب شول، نو کورنۍ يې پېښور ته کډه وکړه، هلته يې د موسيقۍ له ځينو استادانو سره شاګردي وکړه او يو وخت يې بيا يوه ډله جوړه کړه، چې پروګرامونو ته به تلل.

هغه همدا راز وايي چې ډېر شوق يې و چې کېسټ ريکارډ کړي او همدا و چې بيا يې د (فلاينګ کوچ) په نوم يو کېسټ ريکارډ او کابل ميوزيک سنټر خپور کړ، چې پکې د فلاينګ کوچ لپاره يوه سندره هم ريکارډ کړې وه، چې ډېره مشهوره شوې وه او هر چرته چې به تللو، ليدل به يې چې دغه سندره يې خلک په موټرو کې اوري.

هغه وايي چې په ٢٠٠٢ کال کې يې په يوه پروګرام کې (ماته جانان ووايه) (په مزه مزه کابل ته کډې لاړې) (نکريزې ګډېدې، سنګار دې جوړېدو) سندرې وويلې، چې بيا وروسته دغه سندرې په کېسټ کې هم خپرې شوې او دغه البم بيا خلکو ډېر خوښ کړو. هغه وايي چې تر نورو سندرو يې مېداني پروګرامونو سندرې خلکو ډېرې خوښې کړي دي.

نوموړي تر دې مهاله پورې شا و خوا ٣٦ البمونه ريکارډ کړي دي چې وروستى البم يې د (لپه) په نوم و. هغه وايي چې هغه مهال به يې د مياشتې تر ٢٥ زيات پروګرامونه کول.

نوموړى وايي چې د موسيقۍ له پيل څخه بيا تر دې دمه پورې يې هره ورځ هڅه کړې ده چې په خپله موسيقۍ او شاعرۍ کې بدلون راولي او تل يې دا هڅه کړې ده چې ښه شاعري په ښې موسيقۍ کې ووايي.

خبريال ډاټ کام د نوموتي سندرغاړي بريالي صمدي سره د هغوى د ژوند په لوړو ژورو مرکه کړې ده، چې بشپړه مرکه لاندې په ويډيويي بڼه کتلى شئ.

Loading...